افغان کونډې: طالبانو مرستې راباندې درولې دي، طالبان وايي نوې تګلاره ورته جوړوو

د عکس سرچینه، Getty Images
"طالبانو ته چې ورشې چې کونډه یم، بې سرپرسته یم، یا کار راکړئ او یا مرسته وکړئ. راته وايي، ولې مېړه نه کوې؟ لوڼې دې ورکړه. چا ته دې ساتلې دي؟ دوی سره هېڅ خبره نه کېږي".
دا د درېیو لوڼو یوې کونډې مور سکینې خبرې دي چې د افغانستان په تېر نظام کې ښوونکې وه خو اوس یې دنده له لاسه ورکړې ده. وايي، نه یې جمهوري نظام نه خاص خېر لیدلی او نه یې اوسني نه تمه شته.
د کونډو نړېوالې ورځې په مناسبت بي بي سي پښتو له یو شمېر هغو افغان مېرمنو سره خبرې کړې چې په بېلا بېلو پېښو کې یې خپل مېړونه له لاسه ورکړي دي. د امنیتي خوندیتوب لپاره یې نومونه مستعار کاروو. دوی نېوکه کوي چې د طالبانو نظام له راتګ سره که یو خوا کار کول ورته ستونزمن شوي نو بلخوا هغه مالي مرستې هم پرې درول شوې دي چې په تېر حکومت کې یې ترلاسه کولې. طالب چارواکي څه ځواب ورته لري؟ په دغه رپوټ کې مو کتنه ورته کړې ده.
د جون ۲۳ د کونډو نړېوالې ورځې په مناسبت نمانځل کېږي او افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ډېرې کونډې لري.
څو څلوېښت کلنې جګړې د زرګونه کورنیو نغري مړه کړي، سرپرستان او نفقه ګټونکي یې ترې لوټلي او د ډېرو ښځو پر ځوانو پېکیو یې د کونډتون خاورې دوړولې دي.
سکینه له همداسې کونډو یوه ده. نارینه اولاد هم نه لري او درېیو لوڼو ته هم پلار ده او هم مور. وايي، یو خوا په روان ناوړه اقتصادي حالت کې د "پنډو ښځو" کور ساتنه او بلخوا کونډو ته په ټولنه کې د ورپېښو دودیزو ستونزو له کبله له کړاو او ډار سره مخ ده.
دا زیاتوي، "د ښځو کورنۍ یو. نه مېړه لرم او نه ځوان زوی، یوازې درې لوڼې او زه یو. مخکې په یوه شخصي ښوونځي کې ښوونکې وم، لوړو ټولګیو ته مې درس ورکاوه خو چې طالبانو مکتبونه وتړل، زه بې کاره شوم. ډېر بد اقتصادي وضعیت سره مخ یم. ډارېږم چې څه به کېږي".
سکینه وايي، په کار پسې وګرځېدله او لا هم ګرځي خو پر ښځو د وضع شویو محدودیتونو له کبله کار موندل ورته سخت شوي او ناهیلې شوې ده. ځکه د ځینو مرستندویه ادارو او د جوماتونو دروازو ټکولو ته اړ شوه.
"د مرستندویه ادارو او د جومات له دروازو هم بې اسرې راګرځېدلې یم"

د عکس سرچینه، Getty Images
دا وايي، "که تېر نظام کې فساد هم و خو کار و. د چا د کار مخه یې نه نېوله. که مېړه مې له لاسه هم ورکړی و خو د معلمۍ هماغه شپږ-اووه زره معاش باندې ګوزاره کېدله، چا ته مې لاس نه ورغځېده. کاري موسسو ته چې مراجعه وکړې، دروغجنې ژمنې راکوي خو کار نه راکوي او عجیبې غریبې پوښتنې رانه کوي".
سکینه وايي چې اوس کله د مرستندویه ادارو دروازې ټکوي او کله د جوماتونو څنډلي نیسي خو تشه منګول لوڼو ته ورستنېږي.
د سکینې تمه وه چې په افغان ټولنه کې ښوونکې او ښځې ته درنښت شته او خلک حیا ترې کوي نو ښايي له ځينو هغو خبرو سره به نشي مخ چې عموما د افغانستان کونډو ته کېږي خو داسې نه وه.
ځوروونکې شېبه ورته هغه وه چې کوم طالب مسول نه یې مرسته غوښتې وه او هغه په ځواب کې ورته ویلي وو چې ولې مېړه نه کوي.
دا زیاتوي، "راته وایي چې مېړه وکړه. ولې مېړه نه کوې؟ چا ته په تمه ناسته یې؟ لوڼې دې ورکړه که نه، چا ته دې ساتلې دي؟"
سکینه وايي چې اوس د خلکو په کورونو کې کالي مینځي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
لېلما بیا تر سکینې یو څه په ښه وضعیت کې ده. د تېر حکومت راهیسې تر اوسه په یوه دولتي اداره کې ماموره ده او کار کوي. مېړه یې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی او اوس یې ټولې هیلې خپلو دوو زامنو ته دي. دا وايي چې له تېر حکومته یې هېڅ ډول ځانګړې مرسته یا اکرامیه نه ده ترلاسه کړې او پخپله کار کوي او کورنۍ ساتي.
اوس یې یوازېنۍ وېره دا ده چې هسې نه نن یا سبا دا هم لکه د ځینو نورو ښځينه دولتي کارکوونکو غوندې له دندې وشړل شي. لېلما وايي، "زه یو پنځه زره افغانۍ معاش لرم. له طالبانو نوره کومه غوښتنه نه لرم، یوازې همدا ترې غواړم چې موږ ځواب نه کړي. ښځې له کاره پسې وانه خلي. همدا اوسنی معاش هم راته غنېمت دی".
"مېړه مې د تېر حکومت نظامي و، ځکه دوی مرستې راباندې درولې دي"

د عکس سرچینه، EPA
یوازې سکینه او لېلما له بد اقتصادي وضعیت سره نه دي مخ، بلکې د افغانستان د ډېرۍ افغان کونډو برخلیک سره ورته ښکاري.
د نجیبې مېړه د ۱۳۹۶ په سلواغه [۲۰۱۸ جنوري] کې د کابل صدارت څلورلارې ته څېرمه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ سره په هغه ځواکمن موټر بم برید کې وژل شوی چې مسولیت یې طالبانو منلی و. حکومتي او روغتیايي مسولانو ویلي وو، برید د امبولانس ګاډي په مرسته ترسره شوی و چې تر سلو ډېر یې ووژل او تر ۲۳۰ زیات یې ژوبل کړل.
د نجیبې مېړه جنايي پولیس و خو دنده یې نه درلوده او هغه ورځ د کورنیو چارو وزارت ته یو ځل بیا په دندې موندلو پسې تللی و چې بېرته ورونه ګرځېد.
نجیبه اوس شاوخوا ۵۵ کلنه ده او هېڅ اولاد هم نه لري. له دې سره په جمهوري نظام کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او وروسته د شهیدانو او معلولانو وزارت مالي مرسته کوله.
هر کال شاوخوا سل زره افغانۍ اکرامیه ورکول کېدله خو له سقوط وروسته دا مرسته ورباندې درول شوې او د دې بې کسه کونډې ژوند لا ډېر له کړاو سره مخ شوی دی.
نجیبه وايي، "هرو شپږو میاشتو او یا د کال پیسې راکول کېدلې، ژوند مې ښه و، خو طالبان چې راغلي هغه پیسې یې راباندې بندې کړې دي. ځکه چې هغه د تېر حکومت نظامي کس و".
طالبان: موږ د امارت او د تېرې ادارې کونډو او یتیمانو ته په یوه سترګه ګورو
خو د طالبانو حکومت چارواکي دا نه مني چې له دغو کونډو سره دې توپیري چلند شوی وي او یا دې مرستې ورباندې درول شوې وي خو وايي چې د تېر او د اوسني نظام د کونډو، معلولانو او د شهیدانو د کورنیو یتیمانو په "کره" شمېر مالومولو باندې لګیا دي او "ژر" به ټولو ته د یوې "نوې تګلارې" له مخې مرستې ورسېږي.
د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولانو چارو مرستیال وزیر شیخ عبدالحکیم حقاني که یو خوا وايي چې، "د چا لپاره چې د دوی مېړونو او پلرونو قرباني ورکړې، هغوی خو یې بودیجه له ځانه سره وړې ده. خو موږ بیا هم په یوه سترګه ورته ګورو"، نو بلخوا زیاتوي چې، "موږ تر اوسه د خپلو امارت ملګرو کونډو او یتیمانو ته هم څه نه دي ورکړي. نه وایو چې دا د تېر نظام یا ادارې کونډې او یتیمان دي، بلکې ټول د افغانستان خلک دي. هر څه چې کړي دي د دوی مېړونو یا پلرونو به کړي وي، دوی کې خو ګناه نه شته".
عبدالحکیم حقاني وايي چې له دغه وزارت سره د "تېرې ادارې" د معلولانو او شهېدانو کورنیو ثبت شمېر څه باندې سل زره اته سوه دی او په خبره یې، "دغو ټولو ته د تېر کال د درو میاشتو ماهانه ورکړل شوې او په جوزا او سرطان کې به نورې هم ورکړل شي".
د یادولو ده چې د تېر جمهوري دولت په وروستیو کې د شهیدانو کورنیو او معلولانو ته د پام ډېرولو په نیت د دولت ځانګړی وزارت جوړ شوی و. دغه وزارت له کار او ټولنیزو چارو وزارته بېل او د شهیدانو او معلولانو په چارو کې د دولت ځانګړی وزارت اعلان شوی و چې د تېر نظام وروستی وزیر یې لعل الدین اریوبي و.
"د تېرې ادارې شمېرې جعلي وې، موږ یې تثبیتوو"

د عکس سرچینه، BBC
ښاغلی اریوبي وايي چې له دوی سره دوه ډوله کونډې ثبت وې، یو هغه چې مېړونه یې نظام کې او یا د جګړیزو عواملو له کبله وژل شوي وو او بل د ملکي کسانو کونډې. خو دی زیاتوي چې مرستې یوازې هغو کونډو سره کېدلې چې له دغه وزارت سره په رسمي ډول ثبت وې.
لعل الدین اریوبي وايي، "د نظامي کسانو کونډو ته د هغوی د شهید شوي مېړه معاش ورکول کېده او د ملکي کسانو کونډو ته د کال شپېته زره افغانۍ ورکول کېدې او ځینو نورو خیریه موسسو هم کومکونه ورسره کول. د ځمکو د وېش پروسه هم وه، ځینو ته نمرې ورکړل شوې او ځینو ته د ولسمشر په ځانګړي امر کورونه هم ورکړل شوي وو".
د شهیدانو او معلولانو وزارت دغه مخکېنی وزیر همدا راز وايي چې له دوی سره د ثبت شویو شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا پنځه سوه زره کونډې وې خو په خبره یې، دا شمېرې هره ورځ بدلېدلې.
خو د دغه وزارت اوسنی مرستیال وزیر شیخ عبدالحکیم حقاني بیا د "تېرې ادارې" دا شمېرې "جعلي او خیالي" بولي او وايي چې د "کره والي" لپاره یې اوس بېرته له سره تثبیتول غواړي او د طالبانو کونډې هم پکې شاملوي. هغه کونډې چې د جمهوریت پر مهال تر ډېره له حکومتي مرستو بې برخې ساتل شوې وې.
ښاغلی حقاني همدا راز زیاتوي، "د اسلامي امارت د کونډو شمېر کم زیات پنځوس زره دی، چې هرې کونډې ته د میاشتې پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي او د هر یتیم په سر دوه زره افغانۍ منظورې شوې دي. چې د طرحې عملي کېدو او اړوندو ادارو سره تر همغږۍ وروسته به ټولو ته ورکړل شي".
مرستې به یوازې خېټې تر څو ورځو پورې مړې وساتي خو افغان کونډې ښايي له هغه رواني او ټولنیز فشار سره ژوند کولو نه ونه شي ژغورلی چې دې اوږدې جګړې ورسره مخ کړې دي. کله یې د "عسکر" په نوم د ژوند ملګری او د پنډې خېلخانې نفقه ګټونکی ترې اخیستی او کله یې هم د "طالب" په نوم د وژل شوي مېړه سر ته کېنولې ده.
جګړه اوس هم درېدلې نه ښکاري او دا هم مالومه نه ده چې تر دې وروسته به په دې جګړه کې وژل کېدونکي "خاوند" ته څه نوم ورکول کېږي او د کونډې به یې څه وړ ژوند په نصیب کېږي.










