افغانستان کې د "اوړو بیې ۴۷ سلنه" لوړې شوي

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي لندن

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې د اوړو بیې نژدې ۴۷ سلنه لوړې شوې دي.

افغانستان کې د اوړو بیې داسې مهال په کمساري ډول لوړيږي، چې د دغه هېواد په ډېرو برخو کې د غنمو فصل ټول شوی او تازه بزګرو درمندونه اخیستي دي.

د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د غنمو او اوړو بیې په اوسني موسم کې- دې ته په پام چې د غنمو فصل ټول شوی وي، پرتله ییز ډول ارزانه کېږي. خو برعکس سږ کال نرخونه پورته ختلي دي.

سور صلیب وايي "د بانکي سیستم پرځېدو، د نغدو پیسو کموالي او د ګټې وټې له لاسه ورکول" هغه څه دي چې په ډراماتیک ډول یې پر خلکو اغېز کړی او له همدې امله ګڼې کورنۍ لومړني توکي نه شي برابرولی.

سور صلیب زیاتوي، اوسمهال څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د دغو اړو خلکو ژوند لا سخت کړی دی.

په جلال اباد او کابل کې هټیوالو بي بي سي ته ویلي، تېرو درېیو میاشتو کې د اوړو ترڅنګ د نورو ګڼو توکو بیې هم په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان په بازارونو کې یوه بوجۍ اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ پلورل کېده خو اوس همغه بوجۍ اوړه تر ۳۰۰۰ افغانیو خرڅېږي.

ننګرهار کې یوه بزګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "تېرو دوو اوونیو کې په ناڅاپي ډول د یو من غنمو بیه تر ۳۵۰ افغانیو لوړه شوې"

دغه بزګر وايي، ځینې کسان په "سیمه ییزو بازارونو او درمندونو ګرځي او په لوړه بیه غنم اخلي."

خو دغه بزګر زیاتوي، نه پوهېږم دغه کسان چې غنم ټولوي، څوک دي.

تېره میاشت داسې رپوټونه خپاره شول چې پاکستان ته له افغانستان غنم قاچاق کېږي. ورپسې د طالبانو مالیې وزیر د افغانستان ټولو ګمرکونو ته امر وکړ چې له افغانستان بهر دې غنم نه پرېږي.

د تېر جمهوري حکومت د مالوماتو له مخې، افغانستان کې د ۳۳ میلیونه وګړو لپاره هر کال څه باندې شپږ میلیون مټریک ټنه غنمو ته اړتیا ده.

په ۲۰۲۱ کال کې د وچکالۍ له امله افغانستان کې په کور دننه له خپل تولید پرته څه باندې دوه میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا وه، خو سږ کال ښایي د اړتیا دا کچه نوره هم ډېره شي. ځکه وچکالي ډېره شوې او په ډېرو سیمو کې د غنمو پر ځای کوکنار کرل شوي وو.

د رپوټو له مخې، سږ کال هم په افغانستان کې د غنمو د تولید کچه د تېرو کلونو پرتله کمه وه.

د اوکرایین د جګړې اغېز

اوکرایین د نړۍ هغو لسو هېوادونو کې دی چې نړۍ ته تر ټولو ډېر غنم صادروي. خو له فیبرورۍ راهیسې چې په دغه هېواد کې جګړه پیل شوې، د غنمو د صادراتو کچه یې په کسماري ډول راکمه شوې.

پر اوکرایین له یرغل وروسته، هند چې په نړۍ کې د غنمو دویم ستر تولیدونکی هېواد بلل کېږي، د غنمو پر صادراتو بندیز ولګاوه. خو حکومت یې وايي چې یوه اندازه غنم به بې وزلو هېوادونو ته استوي او پر صادراتو بندیز دایمي نه دی.

د هند همدې پرېکړې هم په نړیواله کچه د غنمو بیې ۵ سلنه لا نورې لوړې کړې. سره له دې چې افغانستان ښايي په فزیکي ډول له اوکرایینه لېرې وي، خو د اوکریین جګړه پرې خپل اغېز لري.

افغانستان ته په لویه کچه د قزاقستان اوړه وړل کېږي خو د اوکرایین د جګړې له امله افغانستان ته د قزاقي اوړو پر وړلو مالیه ډېره شوې.

ملګري ملتونه بیا وايي، د تېر کال د همدې مودې پرتله د خوړو بیې په نړیواله کچه نژدې تر ۳۰ سلنه لوړې شوې دي او تر ټولو ډېر زیان یې د افغانستان، یمن او سوریې په څېر بې وزلو هېوادونو ته رسېږي.

افغانستان کې چې اقتصاد یې په بهرنیو مرستو پايي، وچکالي، د خوړو لوړې بیې او د طالبانو ځپونکې تګلارې نور هغه څه دي چې د افغانانو ورځنی ژوند لا نور له کړاو سره مخ کولای شي.