تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لومړی ځل د چابهار بندر له لارې هندي غنم افغانستان ته ورسېدل
لومړی ځل د هند ۱۵ زره مټریک ټنه غنم مرسته د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راورسېده. تمه کېږي په راتلونکو میاشتو کې به ۱۱۰ زره میټریک ټنه غنم د همدې بندر له لارې افغانستان ته راوړل شي .
افغان، هندي او ایراني چارواکي وایي په چابهار بندر کې د دې دریو هېوادونو ګډه همکاري به د سیمې اقتصاد او سوداګرۍ ته بې ګټې نه وي .
شاوخوا یو نیم کال وړاندې افغانستان هند او ایران د چابهار بندر درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې هند او افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه له همدې لارې کوي .
د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر د دې غنمو د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل افغانستان وروسته له ۴۰ کلونو خپل ځای به سوداګرۍ کې وموند .
ټاکل شوې د هند مرسته شوي غنم د ۷ ولایتونو له ډلې بلخ هرات او کابل په ستراتیژیکو زېرمو کې وساتل شي .
په افغانستان کې د ایران سفیر رضا بهرامي چې نیمروز کې د دغه لومړي بار د سپارلو مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل په چابهار کې د افغانستان، هند او ایران همکاري د هېڅ کوم هېواد پروړانډې د سیالۍ لپاره نه ده او له دې بندره ګټه اخیستل د سیمه ییزې همپالنې سبب کېدای شي:
"په دې مهم بندر کې د درې واړو هیوادونو همکاري هیڅ سیال نه لري خو موږ وایي په سیمه کې باید د سیالۍ ځای یوالي ته ورکړو د سیمې ټول هیوادونه باید وګوري چې له کومې لارې ګډه مرسته کیدای شي سیمه تر هغې نه ودانیږي تر څو چې د سمیې ټول هیوادونه یو بل ته د دوستۍ لاس ورکړي."
افغان ولسمشر پر ټویټر د هند له لوري د غنمو د لومړۍ جوپې رارسېدو هرکلی کړی.
په افغانستان کې د هند سفیر منپریت وهرا دغو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چاپهار بندر کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ همکاري له هېڅ ډول سیاسي هدف پرته ترسره شوې ده:
''موږ پوهېږو چې زموږ ختیځ ګاونډی ستاسې د ترانزیت پر حق ځینې وخت محدودیتونه لګوي. هېڅ دایسې دلیل نه شته چې په ۲۰۱۷ کال کې دغه محدودیتونه د اساسي حق پرسر وضع شي. د افغانستان، هند او ایران ترمنځ د همکارۍ اصلي لامل دا دی چې له سیاسي ستونزې پرته د سیمې هېوادونه پر یوه لار سره ونښلوي.''
د پاکستان له خوا د سوداګرۍ د ترانزیتي موانعو او محدودیتونو له لګولو وروسته افغانستان د بدیلو لارو په لټه کې شو.
اوسمهال په دې برخه کې پر چابهار بندر ډېر پام ورټول شوی دی.
افغانستان په وچه کې یو ایسار هېواد دی چې د ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا د پاکستان ترانزیتي لارو ته اړتیا لري، خو له ډېر وخت راهیسې د افغانستان د اقتصادي پروګرامونو طرح کول ارزول کېږي او ان افغانستان اړ شو چې د خپلو تازه مېوو د خرڅلاو لپاره له هند سره خپل هوايي دهلیز پرانیزي.
اوسمهال په افغانستان او سیمه کې چابهار د صادراتو او وارداتو د غوړېدو لپاره پر یوې هیلې بدل شوی دی.