تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند په لومړي ځل د چابهار له لارې افغانستان ته غنم ولېږل
لومړنۍ په غنمو بار کښتۍ له هنده وخوځېده چې ټاکل شوې افغانستان ته ۱۱۰ زره مټرېک ټنه غنم يوسي.
د افغانستان اجراييه رييس عبدالله عبدالله وايي د چابهار له لارې، افغانستان ته د هندي توکو لومړنۍ جوپې لېږد يو ستر گام دى.
د ښاغلي عبدالله دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې پرون په غنمو بار يوه کښتۍ د ايران د چابهار بندر له لارې د افغانستان په تکل وخوځېده.
ښاغلي عبدالله پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي " د چابهار له لارې، له هنده افغانستان ته د هندي توکو د لومړۍ جوپې لېږد، چې له پاکستانه په ځنگ تېرېږي د سيمه ييزو هېوادونو سره نښلولو کې مهم گام دى."
په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي بي بي سي سره مرکه کې دا "تاریخي ورځ" وبلله. د ښاغلي ابدالي په وینا، د افغان حکومت "دیارلس کلنو هڅو" په پایله کې به د دې لارې ګټه د سیمې هېوادونو ته هم ورسېږي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر ټوېټر افغانستان او ایران ته د دغه ګام د وچتېدو مبارکي ورکړې.
هغه لیکلي:"زه افغانستان او ایران ته مبارکي ورکوم چې د غنمو بار کښتۍ د چابهار له لارې له کندلا د افغانستان پر لور وخوځېده."
د افغانستان حکومت پاکستان سره د سیاسي اړیکو له ترينګلتیا وروسته، هڅې لا ګړندۍ کړې چې د افغانستان د سوداګریزو اړتیاو لپاره نوې لارې پرانیزي.
د هند او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه وېډيويي غونډه کې دا کار د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ترانزيت د سیمې په کچه نوې پیلامه وبلله.
تېر کال افغانستان، هند او ایران د چابهار بندر له لارې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ، چې له هماغه راهیسې دا لومړی ځل دی چې دومره په لویه اندازه مرسته ته افغانستان ځي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار پر ټوېټر لیکلي، چې د هند، افغانستان او ایران ترمنځ په دغه ګډو مراسمو کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سورج د لومړنۍ کښتۍ د خوځېدو اجازه ورکړه.
لومړي وزیر مودي لیکلي:"دا پرمختیا په سیمه ییزه همکارۍ او سره نښلېدا کې یو نوی پړاو دی."
ښاغلي ابدالي وویل:" د دې لارې له پرانستل کېدو سره به د درې واړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وغوړوي."
د چابهار بندر ودانیزو چارو پیل په لړ کې له څو کلونو راهیسې خبرې روانې وې، خو له هغه وروسته، چې پر ایران لګیدلي بندیزونه لرې کړل شول، هند د دغه بندر ودانولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې.
چابهار یو له هغو بندرونو دی چې افغان سوداګر کولای شي خپل هغه توکي چې د سمندر له لارې په تېره بیا له هند څخه هېواد ته په لنډه توګه را ورسوي او دغه راز د هند بازارونو ته خپل مالونه ورسوي.