د لندن د تیاتر پر سټېج د یوې افغانې د وژل کېدو کیسه؛ هغه ښځه چې د موسیقۍ قرباني شوه

د عکس سرچینه، TOYIN DAWUDU
- Author, سهراب سیرت
- دنده, بیبیسی
افغانستان کې د تلویزیون د یوې ویاندې له وژل کېدو ۱۷ کاله وروسته یې د ژوند له غمجنې کیسې جوړه شوې ډرامه لندن کې نندارې ته وړاندې شوه.
"کابل د پاپ موسیقۍ پر لور" هغه ډرامه ده چې د یوې افغانې نجلۍ د ژوند ریښتينې کيسه پکې بیان شوې او د ۲۰۰۰ لسیزې په نیمايي کې د یوه جګړه ځپلي هېواد د نوي نسل د مبارزې منعکسوونکې ده.
د دې ډرامې اصلي کیسه افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې د واک له پرځېدو وروسته د ټلویزیون پر پرده د موسیقۍ پر غږولو راڅرخي.
لوبغاړي يې دوه کسان (یوه نجلۍ او یو هلک) دي او د شیما رضايي په نامه د هغې افغانې ښځې ژوند یې لوبولی چې په ۲۰۰۵ کال کې یې د طلوع تلویزیون کې د "هب " موسیقۍ خپرونې کوربتوب کاوه او بیا نامالومو کسانو په خپل کور کې ووژله.
اغلې رضايي افغانستان کې د بیان د ازادۍ لومړنۍ قرباني بلل کېږي.
شالا نېکس چې په دې ډرامه کې مرکزې رول لوبوي بي بي سره خبرو کې ویلي "دا لومړی ځل دی چې د افغاني الاصله انګلیسې په توګه زه په یوه ډرامه کې دومره پیاوړی رول لوبوم، ښه احساس لرم چې زه د شیما رضایي ژوند پر تیاتر نندارې ته وړاندې کوم او د هغې د ژوند تجربې شریکوم."
شالا چې بریتانیا کې لویه شوې او په انګریزي ژبه یې یو شمېر سریالونو، فلمونو او ډرامو کې کار کړی وايي "لوېديځ کې ډېری خلک د افغانستان په تړاو ډېر تنګ او منفي فکر لري نو ځکه خوښه یم چې د افغانستان مثبت تصویر نړۍ ته وړاندې کوم."
نوموړې وايي"پوهېږم چې دا ننداره به غمجنه وي، خو پر دې هر څه سربېره پکې مبارزه، تعلیم او ساتېري هم منعکسه شوې."

د عکس سرچینه، TOYIN DAWUDU
د دود او عصریتوب تر منځ د تقابل روایتونه
د ډرامې کیسه د ټلویزیون پر پرده د یوه ویاند او یوې ویاندې له خوا د موسیقۍ خپرونې پر چلولو راپیلېږي چې په ټوکو او ټکالو خپرونه وړاندې کوي او موسیقي پکې خپرېږي.
دا کار هغه مهال د افغانستان په څېر یوه دودیزه ټولنه کې منع شوې او نوې چاره وه چې د خپرونې وړاندې کوونکو ته هغه وخت کې په یوه ګواښ بدله شوې وه.
په دغو کلونو کې د داسې رژیم له ړنګېدو وروسته چې تلویزیون او موسیقي یې په بشپړه توګه بنده کړې وه او ښځې یې په کور کېنولې وې نوي نسل د نوي ژوند ساه اخسیته او له خپلې نسبي ازادۍ یې خوند اخیسته.
دا په هغه وخت کې خورا نوې چاره وه چې ښځه دې عصري لباس کې لوڅ مخ د تلویزیون پر پرده راښکاره شي او له یوه نارینه سره دې يو ځای داسې خپرونه وړاندې کړي چې لویدیځه موسیقي پکې غږېږي، ټوکې کوي او ان د ښکلولو او مینې خبرې پکې کېږي.
په دې خپرونه کې د یوې ویاندې موجودیت د ځینو سخت دریځو ډلو او اشخاصو پام ځان ته را اړوي او له دې سره د خپرونې وړاندې کوونکي ګواښي، دا حساسیتونه وروسته دومره پراخ شي چې د هغه وخت یو شمېر دولتي چارواکي د دې خپرونې د بندولو غوښتنه کوي.
بلاخره سامیه د څو ورځو لپاره ورکېږي او بېرته کار ځای ته نه راستنېږي او موده وروسته یې کور سره د هغې د مړي د موندلو خبرونه خپرېږي.
د ډرامې جوړښت
ډرامه کې کرکټرونو د سمیه او فاروق رول لوبولی چې دواړه هغه مهال د موسیقۍ خپرونې وړاندې کوونکي وو. په دې ډرامه کې د لوېدیځ، ترکي او هندي موسیقي ځینې سندرې را اخیستل شوي او داسې سندرې هم پکې شته چې په هغو کلونو کې افغانستان کې ډېرې مشهورې وې او زیات مینه وال یې لرل.
له شالا وپوښتل شول چې څه احساس کوي کله چې د شیما رضايي رول لوبوي؟
نوموړې وايي:" زه په دې ډرامه کې د (سامیه) چې لوېدیځ کې یې شیما نوموي رول لوبوم او دا زما لپاره ویاړ او لویه ننګونه وه، زموږ لپاره مهمه وه چې د شیما د ژوند کیسه جوړه کړو او تر نړۍ یې ورسوو. تل غواړم ډاډه شم چې د هغې د کرکټر په لوبولو کې مې انصاف کړی."

د عکس سرچینه، TOYIN DAWUDU
د ډرامې جوړوونکي وايي، سره له دې چې ډرامه له ټوکو ټکالو پیلېږي او لیدونکي خندوي خو پای برخې ته له نژدې کېدو سره یې لیدونکو کې تلوسه او احساسات زیاتېږي تر هغې اندازې چې د لېدونکو له سترګو اوښکې تویوي.
ښايي یو دلیل چې لیدونکي يې ډېر اغېزمن کړي د تېر کال اګسټ پېښه وي چې افغانستان یې د نړۍ د خبرونو سرټکی کړ.
واک ته د طالبانو له رسېدو سره یو ځل بیا افغانستان کې د نوي نسل شل کلنې لاسته راوړنې له منځه لاړې او په سلګونه کادرونه هېواد پرېښودو ته اړ شول او دې ډلې یو ځل بیا د موسیقي پر ټولو خپرونو بندیز ولګاوه.
د ډرامه لیکونکي انګېزه
دغه ۹۰ دقیقه ییزه ډرامه بریتانوي لیکوال ولید اختر په انګریزي ژبه لیکلې ده.
بریتانیا کې د دغې ډرامې ننداره د مې په ۱۳ د لندن په بریکسټن هاوس تیاتر کې پیل شوه او د جون تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
ولید اختر وايي کلونه وړاندې یې افغانستان کې د موسیقۍ خپرونې د وړاندې کوونکې د ژوند ریښتیني کیسه اورېدلې وه او ورته په زړه پورې وه او څو کاله وروسته یې پرېکړه وکړه چې ۲۰۲۰ کال کې پرې ډرامه ولیکي.
هغه وايي داسې یې نه انګېرله چې ۲۰۲۱ کال کې به یو ځل بیا به افغانستان کې تاریخ تکرارېږي او طالبان به د تېر په څېر پر موسیقۍ او ښځو بندیزونه لګوي.
نوموړی وايي تمه لري چې په دې کار د نړۍ پام افغانستان ته را واړوي او افغانستان او بېلابېلې ټولنې سره نېږدې کړي.









