د کابل او دوه نورو هوايي ډګرونو د تنظيم چارو قرارداد له یوه عربي شرکت سره غځول شوی

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د تېر اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته د طالبانو حکومت لومړي ځل لپاره د دریو نړیوالو هوايی ډګرونو د ځمکني چوپړونو هوکړه له یوه عربي شرکت سره وکړه.

د یادې هوکړې له مخې به په متحده اماراتو کې د ګاک (GAAC) کمپنۍ د کابل، هرات او کندهار هوايي ډګرونو د تنظیم او کنترول مسولیت په غاړه ولري.

د طالبانو او یاد عربي شرکت ترمنځ دا هوکړه (الوتکو ته په هوايي ډګرونو کې ځمکني چوپړونه وړاندې کول) تر نوم لاندې شوې ده.

د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل، چې دا هوکړه د ۱۸ میاشتو لپاره لاسلیک شوې ده. د نوموړي په خبره شوې هوکړه عملیاتي ده او امنیتي برخه پکې نه ده شامله.

د طالبانو چارواکي وايي ، د یادې کمپنۍ په چوپړونو کې تنظیم او کنترول راځي خو دا چې څه ډول کنترول، په دې اړه یې زیات معلومات ورنه کړل.

له دې مخکې د ترکیې او قطر هيوادونو سره د کابل هوايي ډګر کې د چوپړونو هوکړې په سر خبرې روانې وې.

د طالبانو او یاد شرکت ترمنځ له هر څه مخکې د شوې هوکړې حقوقي اړخ دی او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل دي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو څه باندې نهه میاشتې کېږي خو لا هم هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمت نه دی پېژندلی. له همدې امله روښانه نه ده چې دغه غځول شوی قرار داد به له حقوقي اړخه څومره نړیوال باور ولري.

د طالبانو د هوايي ډګرونو چارواکي وايي، "دا یوه سوداګریزه هوکړه وه او سیاسي اړخ له مخې نه ده شوې"

د طالبانود ترانسپورت وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا وايي:" یاد شرکت به ټولو نړیوالو پروازونو ته له اصولو او اړتیاو سره سم چوپړونه وړاندې کوي."

له ګاک کمپنۍ سره په ۲۰۲۰ کال کې هم افغانستان هوکړه لاسلیک کړې وه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته تر دریو میاشتو دې هوکړې دوام درلود.

د طالبانو په خبره چې یاد شرکت د یوې شفايی هوکړې پر بنسټ تر دې دمه خپلو مرستو ته دوام ورکړ.

طالب چارواکي وايي، یاد شرکت له امتیازاتو پرته ترمینلونه ورته رغولي دي.

ګاک (GAAC) د متحده عربي اماراتو کې د څو شرکتونو یوه ګډه کمپنۍ ده او ښاغلی وفا ادعا کوي چې باتجربه او متخصص کار کوونکي لري.

د دوی په خبره نورو کمپنیو هم غوښتنه درلوده چې دا هوکړه لیک ترلاسه کړي خو افغانستان کې روان وضعیت او ځینو تخنیکي موضوعات له کبله وځنډېدل او یاد شرکت را مخ ته شو او هوکړه لیک مو ورسره وکړ.

طالبان وايي، ګاک کمپنۍ سره شوې هوکړه مشارکتي ده مونږ پیسې نه ورکوو او د پیسو تر لاسه کولو اندازه هم معلومه نه ده هرڅه چې ترلاسه شي سره نیمه وو یې.