نيويارک ټايمز: د کابل پر هوايي ډګر ځانمرګی بريدګر سي آی اې ته مالوم و

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې د يکشنبې پر ورځ ليکلي چې د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی بريدګر عبدالرحمن لوګری نومېده چې د انجينرۍ پخوانی محصل، د داعش غړی او د طالبانو له خوا کابل ته له ننوتو وروسته د هغو بنديانو له ډلې و چې له زندانونو خوشي شوي وو.

خو د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي پر ټوېټر ليکلي چې د بګرام زندان ماتېدل او پر هوايي ډګر د بريد تر منځ وخت دومره کم و چې خوشي شوی کس دا ډول بريد نشوی کولی.

دا په تېرو دوو لسيزو کې په کابل کې يو تر ټولو خونړۍ بريد و چې د ۱۳ امريکایانو په ګډون ۱۷۰ کسان په کې ووژل شول.

د داعش خراسان څانګې د اګست ۲۶ مې د کابل هوايي ډګر د بريد مسووليت پر غاړه واخيست.

طالبانو د کابل له نيولو مخکې ولايتونو ته له ننوتلو وروسته زندانونه پرانيستل، د کابل د څرخي پل او بګرام له زندانه هم بنديان خوشي شول.

د نيويارک ټایمز د راپور له مخې طالبانو لږ ترلږه دوه مهم امنيتي زندانونه له چاڼ کېدو پرته پرانيستل، نه يوازې خپل بنديان يې خوشي کړل، بلکې د داعش وسله وال چې د طالبانو ضد دي هم له زندانه ازاد شول.

نيويارک ټايمز ليکي چې لوګری امريکايانو ته معلوم و. په ۲۰۱۷ کال کې د مرکزي استخباراتو ادارې د هند استخباراتو ته خبر ورکړی و چې دغه کس په نوي ډيلي کې د ځانمرګي پلان لری.

د امریکايی چارواکو په وينا، هند دغه بريد شنډ کړ او لوګری يې دوی ته وسپاره چې بيا بګرام زندان ته ولېږدول شو او د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته د ګډوډۍ په ترڅ کې خوشی شو.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد چارو يوه جګپوړي چارواکي اډمنډ فيټن برون د قطر پلازمېنه دوحې په يوه وروستي امنيتي کنفرانس کې ويلي، "دا ګرانه ده چې روښانه کړو هغه کسان چې طالبانو ته يې ګواښ کړی و، څنګه خوشي شول".