تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل هوايي ډګر کې لا هم وېره خپره ده
په افغانستان کې د امریکا ماموریت د سې شنبې پر ورځ پایته رسېږي او ولسمشر جو بایډن ویلي ډېر امکان شته چې په راتلونکو ۲۴ یا ۳۶ ساعتونو پورې ښايي پر کابل هوايي ډګر یو بل برید وشي.
د سې شنبې پر ورځ هم څه باندې ۱۷۰ کسان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. د برید مسوولیت داعش منلی دی. له کابله رپوټونه وايي چې هوايي ډګر ته نژدې پر یوه کور هوايي توغندلی لګېدلی.
له کابله د سکندر کرماني رپوټ پر وېره او اندېښنو دی.