تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان هوايي ځواک پیلوټانو د هوايي ځواک د له مینځه تللو جزییات ورکړي
څو ساعته مخکې له هغه چې د اګست پر پنځلسمه نېټه کابل د طالبانو لاس ته ورغی افغان هوايي ځواک د له مینځه تللو په حال کې و.
د دې پرځای چې هوايي ځواک د طالبانو د پرمختګ مخنیوي وکړي د هوايي ځواک یو شمېر غړو له یو بل سره شخړې کولې.
د پخواني افغان هوايي ځواک یوه پیلوټ او دوو نورو کسانو چې د پېښې عیني شاهدان دي د رویترز خبري اژانس ته ویلي:
''د کابل په هوايي ډګر کې د هوايي ځواک غړو هڅه کوله هغه الوتکې ته وخيژي چې الوتنې ته یې یې تیاری نیوه. ''
دغه پخواني پیلوټ ویلي الوتکه له ښاره بهر روانه وه خو د هوايي ډګر ساتونکي باروي وو چې له هېواده بهر ځي.
د هوايي ځواک دغه پخواني پیلوټ ویلي د هوايي ډګر یوه ساتونکي هڅه وکړه چې د هوايي ځواک د غړو مخه ونیسي خپله وسله یې پرې ویسته او ډزې یې وکړې چې الوتکه پرې ولګېده له امله یې دی او یو بل کس چې په الوتکه کې سپاره وو ټپیان شول.
دغه پیلوټ ویلي ''زما مخ په وینو سور شو. ''
په همدې ورځ وروسته پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني هم له هېواده ووت چې ورسره د امریکا له ملاتړه برخمن د افغانستان حکومت له پخوانیو اټکلونو برعکس په چټکۍ سره نسکور شو، په څو ساعتونو کې طالبانو کابل ونیو او ورسره له افغانستانه د امریکایانو وتل پیل شول چې دې کار د جوبایډن ولسمشري زیانمنه کړه.
د کابل له سقوط نه وړاندې د افغان هوايي ځواک د غړو ترمنځ شخړه مخکې نه وه رپوټ شوې.
رویترز خبري اژانس د پخواني افغان هوايي ځواک له غړو او چارواکو سره د خبرو په استناد د هغو پټو اقداماتو په اړه هم ځانګړي معلومات هم ترلاسه کړي چې له مخې یې ولسمشر غني او هغه ته نژدي کسان ګاونډي ازبکستان ته لېږدول کېدل او د کابل په هوايي ډګر کې ګډوډۍ د وخت له پلوه د ولسمشر غني په وتلو کې څه رول لوبولی دی.
رویترز په دې تړاو له شلو ډېرو پخوانیو پیلوټانو، پوځي او دولتي چارواکو سره خبرې کړي او وايي د هغوی له کیسو نه د هوايي ځواک د وروستیو ورځو په اړه تازه معلومات مخې ته راغلي دي.
رویترز لیکي دا چې هوايي ځواک له مقاومت نه لاس اخیتسی و طالبانو په چټکۍ سره هوايي اډې ونیولې او له هېواده د ولسمشر غني د وتلو له خبر سره د هوايي ځواک د غړو ترمنځ کډوډي لا ډېره شوه او هڅه یې کوله چې خپلې الوتکې او ځانونه خوندي کړي.
همدا وه چې پیلوټان، د عملې نور غړي یې او ان د هغوی ځیني خپلوان الوتکو ته سپارل شول او له هېواده وتل.
افغان او امریکايي چارواکو رویترز ته ویلي ګڼې الوتکې ګاونډیو هېوادونو ازبکستان او تاجکستان ته بوتلل شوې.
افغان پیلوټانو اټکل کړی چې ۴۶ الوتکې ازبکستان او لږ ترلږه ۱۷ الوتکې تاجکستان ته بیول شوې او په وینا یې اوس هم په همدې هېوادونو کې دي.
رویترز لیکي دغو هېوادونو له امریکا نه د دغو الوتکو د ساتلو غوښتنه کړې چې امریکا پرې غور کوي.
د پخواني هوايي ځواک یوه چارواکي ویلي ''که ریښتا وایم په پای کې موږ کنترول له لاسه ورکړی و. ''
د کابل سقوط ډېر چټک و ځکه نو د امریکا دفاع وزارت په چټکۍ سره یو امریکايي ځواکونه وګومارل چې هغه امریکايي الوتکې له کاره وباسي چې له دوی نه شاته پاتې کېدې او دا باوري کړي چې د طالبانو د ګټې اخیستنې لپاره پاتې نه شي.
جان مایکل یو متقاعد امریکايي جنرال چې یو مهال یې د افغان هوايي ځواک د روزنې د چارو مشري کړې په دې اړه خواشیني څرګنده کړې خو ايښ شوی نه دی د هوايي ځواک مورال په وروستیو ورځو کې له مینځه تللی و.
د وسلو او مهماتو کمښت
رویترز لیکي سږکال د ولسمشر بایډن د ادارې له دې پرېکړې سره چې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه او هغه قراردادیان وباسي چې د افغان هوايي ځواک ملاتړ یې کاوه د هوايي ځواک کمزورتیا په چټکۍ څرګنده کړه.
کله چې د امریکا د دفاع وزارت نه په دې اړه پوښتنه وشوه چې له افغان هوايي ځواک سره یې مرستې کمې کړې وې نو پنتاګون ویل ان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې هم د افغان هوايي ځواک ملاتړ کاوه، د هوايي ځواک د غړو تنخواګانې یې ورکولې، په بهر کې یې پیلوټان روزل او ان د اګست میاشتې په لومړیو کې یې له افغانستانه بهر د افغان هوايي ځواک په ملاتړ هوايي بریدونه کول.
خو رویترز موندلې چې د افغان هوايي ځواک وسلې هم په وروستیو میاشتو کې کمې شوې وې.
یوه افغان پیلوټ چې خپل نوم یې شاه ښودلی د جولای په میاشت کې کې د یوه ماموریت یادونه کړې او ویلي یې دي چې له سپین بولدک نه د ټپي افغان پوځیانو د ایستلو لپاره ګومارل شوی و، دوه ایم ډي ۵۳۰ څرخي الوتکو د ده د هاواک الوتکې امنیت نیولی و خو د یوې الوتکې پیلوټ ورته وویل چې مرمۍ ورسره کمې دي که د طالبانو تر برید لاندې راشي نو مرسته به ورسره ونه کړای شي.
دغه راز د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلا کار حمدالله محب هم ویلي ''په وروستیو اونیو کې د لیزري بمونو له کمښت سره مخامخ و، خو موږ ویره لرله چې که په دې اړه معلومات له خلکو سره شریک کړو نو دا به طالبان لا وهڅوي او د افغان ځواکونو مورال به کمزوری کړي. ''
د امریکا دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې چې د رویترز خبري اژانس ته یې استولې تایید کړې چې د افغانستان له نسکوریدو دمخه یې افغانستان ته د لیزري بمونو له استولو نه لاس اخیستی و خو د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي واشنګټن ګومان نه کوي چې له دې پرېکرې سره دې د افغان پوځ عملیات اغیزمن شوي وي.
نوی هوايی ځواک
طالبانو لیوالتیا څرګنده کړې ده چې خپل هوايي ځواک به جوړوي او له هغو افغان پیلوټانو نه یې چې د امریکايي ځواکونو لخوا روزل شوي غوښتنه کړې چې رامخې ته شي او په دې چاره کې له دوی سره مرسته وکړي.
خو د هوايي ځواک شپږو غړو چې اوس هم په افغانستان کې دي رویترز ته ویلي چې له طالبانو نه په ویره کې دي، پټ ژوند کوي او غواړي چې له افغانستانه ووځي.
له دې ډلې نه پنځو پیلوټانو ویلي چې کور په کور ګرځي، له خپلو تېلېفونونو نه حساس معلومات ړنګوي او کله کله د خپلو کورنیو له غړو له دې ویرې جلا ژوند کوي چې د دوی له امله هغوی ته زیان ونه رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر وايي چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په کندهار کې له ځايي چارواکو سره خبرو کې یو بیا ټینګار کړی چې طالبان دې د ټولبښنې فرمان ته درناوی وکړي او د مخکني حکومت کارکوونکي دې نه کړوي.