تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر کندهار هوايي ډګر د طالبانو برید؛ امریکا ځوابي برید د ځان حق بولي
د افغانستان سوېل ته کندهار کې پر احمد شاه بابا هوایي ډګر د طالبانو تر توغندیز برید وروسته د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان دا ډول بریدونه د افغان سولې بهیر لپاره ګواښ بللي.
خو طالبانو له دې مخکې د دوی پر وسلوالو د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه بیا بیا د دوحې تړون خلاف بللي دي.
وسلوالو طالبانو پرون وویل، چې پر لوی احمد شاه بابا هوايي ډګر یې ګڼ توغندي ګوزار کړي دي او "دوښمن ته یې درنه مرګ ژوبله" اړولې ده.
خو د پنټګان ویاند جان کربي وايي، د لومړنیو رپوټونو له مخې توغندي له هوایي ډګر بهر غورځېدلي او مرګ ژوبله او ورانی یې نه دی کړی.
دغه هوایي ډګر ساحه کې د امریکایي ځواکونو پر اډه سربېره د افغان ځواکونو اتل قول اردو او نور مرکزونه هم شته.
له بګرام هوايي ډګر وروسته لوی احمد شاه بابا هوایي ډګر د امریکايانو یوه بله ستره اډه ده.
د پنټګان ویاند هم وايي دا هوايي ډګر امریکايي ځواکونو ته یو مهم هوایي ډګر دی. امریکايي او ناټو روزنې، سلاکارۍ او سوېل کې قوماندې مرستندویه ځواکوونو مهمه سیمه ییزه اډه ده.
پرون ځینې سرچینو بي بي سي ته وویل پر هوايي ډګر د طالبانو برید سره هم مهال امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په ارغنداب ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
د پنټګان ویاند د دې بریدونو پخلی نه کوي خو وايي، امریکا له خپلو ځواکونو د دفاع حق تل لري، خو زیاتوي ''اوس زموږ تمرکز دلته د ډيپلوماټیک بهیر ملاتړ دی په دې هڅه چې د خبرو له لارې جګړه په تلپاتې سوله بدله شي.''
طالبانو تېره اونۍ خوست کې د ولایتي قواوو پر مرکز هم توغندیز برید وکړ او دې ځواک ته د درانه زیان اړولو ادعا کړې ده.
پخپله د خوست ولایتي قواوو هم پر خپله فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې ویلي چې ''طالبانو د دوحې تړون څخه په سرغړونې په خوست ښار کې د ایتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه ړانده توغوندي ورتوغولي دي.''
د طالبانو دا بریدونه په داسې مهال دي چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د دوحې تړون له مخې ټول امریکايي ځواکونو باید د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې له افغانستان ووځي.
خو د امریکا ولسمشر جو بایډن او نورو امریکايي چارواکو ویلي، په دغه نېټه د ځواکونو اېستل سخت دي.
مقابل کې طالبان بیا بیا وايي، له ټاکلې نېټې وروسته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتېدل د تړون ماتېدلو مانا لري او پر دوی به له سره بریدونه پیل کړي.