تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان شمال کې د قوش تېپې کانال د جوړولو چارې پیل شوې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د قوش تېپې کانال چې له درېیو ولایتونو تېرېږي، د جوړېدو چارې پیل کړې دي.
دغه کانال د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیلېږي او د جوزجان له لارې د فاریاب اندخوۍ ولسوالۍ ته رسېږي.
د دې کانال اوږدوالی ۲۸۵ کیلومتره ښودل شوی او ویل کېږي چې لسګونه زره جریبه ځمکه به خړوبوي.
پر دې کانال نژدې ۶۰ میليارده افغانۍ لګښت راځي.
طالبان وايي د دې کانال چارې به په درېیو پړاونو کې بشپړې شي چې لومړی پړاو له امو سینده د بلخ تر دولته ولسوالۍ پورې وي، او پاتې برخه به په دوو نورو پړاونو کې بشپړه شي چې تر اوو کلونو وخت به ونیسي.
د ملي پراختیا شرکت مشر چې د دې پروژې په همغږۍ کې برخه لري وايي، د دغه کانال ټول تخنیکي کارونه خپله افغانانو بشپړ کړي دي.
ښاغلی عبدالرحمان عطاش چې د جمهوریت له مهال د دې شرکت مشر دی زیاتوي: "دا پروژه افغان انجینرانو او په افغاني لګښت مخ ته وړل کېږي."
ښاغلي عطاش د قوش تېپې کانال په افغانستان کې د خپلې بڼې تر ټولو ستر وباله.
د دې پروژې د پرانیستې مراسمو لپاره له کابله د طالبانو د حکومت مرستیال لومړی وزیر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوی هم تللی و چې د کابینې ځینې وزیران یې هم پکې وو.
ښاغلي برادر ناستې ته وویل: "د دې پروژې پلې کول زموږ لومړیتوب دی."
نوموړي ټینګار کاوه چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به پر نورو هېوادونو د افغانستان د غلې دانې تکیه راکمه شي.
افغانستان اوسمهال د اړتیا وړ ډېره برخه غنم د منځنۍ اسیا له هېوادونو او پاکستانه واردوي.
د قوش تېپې د کانال لومړنۍ تخنیکي چارې د جمهوریت پرمهال هم روانې وې.