افغانستان د اوبو د لویو بندونو د نړیوال کمیسیون غړی شو

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي دوی په تېرو دوو کلونو کې د بندونو جوړولو او اوبو مدیریت په برخه کې د ځینو پروګرامونو په پلي کولو سره په دغه کمیسیون کې د غړیتوب معیارونه پوره کړي دي.

د لویو بندونو نړیوال کمیسیون یا (ICOLD) چې مرکز یې په پاریس کې دی د افغانستان غړیتوب تایید کړی.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند عبدالبصیر عظمي بي بي سي ته وویل، د دغه سازمان د غړو ترمنځ په خپلو کې د بندونو اړوند تخصصي چارو، تجربو او ټکنالوجۍ شریکول ډېر اغېزناک دي.

افغانستان د خپلو اوبو د مدیریت په برخه کې د نا امنۍ په ګډون له ډېرو ننګونو سره مخ دی.

د دغه هېواد لپاره د معیاري بندونو جوړولو او اوبو مدیریت په برخو کې د نړیوال کمیسیون غړیتوب ترلاسه کول ډېر مهم بلل کیږي.

ځکه دغه کمیسیون په تخصصي بڼه د خوندي او معیاري بندونو په جوړولو کې له افغانستان سره مرسته کولی شي.

د افغانستان اوبه

د ځینې شمېرو له مخې افغانستان په منځي ډول ۷۰ میلیارد متر معکب کلنۍ اوبه لري، خو ۸۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

د افغان ولسمشر اشرف غني په واکمنېدلو پسې په مختلفو سیمو کې د بندونو او ډنډونو جوړولو خبره کړې، ان ځینې يې شرکتونو ته سپارلي دي.

په فراه او نیمرز کې د بندونو جوړولو او د کجکي بند د بیارغونې چارې روانې دي.

ولسمشر غني بېجنیګ ته وروستي سفر کې له چینايي سیال سره پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

د ګاونډیانو اندېښنې

د افغان حکومت د اوبو د مدیریت او بندونو د جوړولو دې هڅو ځینې ګاونډي هېوادونه په تېره ایران اندېښمن کړی.

ان تر دې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د تېر جولای په لومړیو کې د دغه هېواد پلازمنېه تهران کې د ګرد او باد "ننګونې او حل لار" کانفرنس کې وویل، چې په افغانستان کې د بندونو جوړولو په تړاو بې تفاوته پاتېدلی نه شي.

د نوموړي دغو څرګندونو ته افغانانو توند غبرګون وښود او د هلمند په ګډون په مختلفو ولایتونو کې د اوبو په ملاتړ مظاهرې وشوې.

د اوبو لویو بندونو نړیوال کمیسیون شاوخوا ۸۷ کاله مخکې په پاریس کې جوړ شوی چې دا مهال ۲۵ تخنیکي کمیټې لري.

افغانستان په دغه پلاوي کې یو رییس او اجراییه مشر لري چې د اوبو او انرژۍ وزیر یې مشري کوي.