د افغانستان ګاونډیو هېوادنو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ امیر خان متقي چین ته ورسېد

د عکس سرچینه، Bakhter news
د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، د د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به په تونکشي سیمه کې د افغانستان په هکله د دې هېواد د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډې مشري وکړي.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلي ښاغلي متقي چین ته تر رسېدو وروسته د کوربه هېواد او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره درې اړخیزه ناسته کې برخه اخیستې ده. دې ناسته کې پر سیمه ییزو مسایلو خبرې کېږي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء تکل پر خپل ټویټر لیکلي "د افغانستان-چین-پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د سیمه ییزو مسایلو په اړه غونډه پیل شوه."
هغه ویلي د دې غونډې نور جزیات به وروسته خپاره شي.
چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه سبا هم دوام کوي.
د یاد وزارت اعلامیه کې ویل شوي، له دې وروسته به ښاغلي یي ''د افغانستان ګاونډیو هېوادونه جمع افغانستان '' د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې کوربتوب هم وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي او د قطر او اندونیزیا بهرنیو چارو وزیران به هم د مېلمنو په حیث دې غونډه کې ګډون وکړي.

د عکس سرچینه، MoFA
بل لور د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر په رپوټ کې ویل شوي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې لړ کې چین ته رسېدلی دی.
د باختر اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي متقي ''په رسمي ډول بلل شوی او ټاکل شوې چې په دغه هېواد کې به د سیمې له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر سیاسي، اقتصادي او نورو موضوعاتو خبرې وکړي. ''
په پام کې ده، د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي د چین په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د یادونې ده، چې له نننۍ غونډه مخکې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اونۍ په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته ورسېد او د طالبانو حکومت له لوړپوړو استازو سره یې لیدنې درلودې.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وار له مخه په دې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته رسېدلي دي.
له دې مخکې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د تېر کال اکتوبر کې په تهران کې وشوه.









