امریکا له افغانستان ایستلو شویو افغانانو ته نورو هېوادونو کې د ځای موندلو هڅې پیل کړې

امریکا ويلي د هغو زرګونو افغانانو ځای پر ځای کېدو کې د نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا لري چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بیړه له دغه هېواده ایستل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي په حواله چې د نوم نه خپرېدو غوښتنه یې کړې، لیکلي چې دوی په دې تړاو له خپلو متحدانو سره په خبرو بوخت دي.

دغه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي: "موږ له خپلو نړیوالو همکارانو سره اړیکه کې یو او هره اوونۍ له شاوخوا ۶۰ هېوادونو سره غږېږو - تل ورته په دې نړیواله هڅه کې د ونډې اخیستو د اهمیت یادونه کوو."

هغه زیاته کړې چې "موږ شل کاله افغانستان کې یو نړیوال ماموریت درلود. اوس د هغو افغانانو ځای پر ځای کولو لپاره نړیوالې هڅې په مخ وړو چې له افغانستانه راوځي."

واشنګټن له خپلو متحدانو غواړي هغه افغانانو ته ځای ورکړي چې امریکا کې د ځای پر ځای کېدو پر شرایطو برابر نه دي او د کډوالۍ پروسه یې پېچلې او اوږده ده.

خو دا لا روښانه نه ده چې د امریکا کوم ملګری او متحد به هغو افغانانو ته غېږ پرانزي چې واشنګټن یې پر مخ خپلې دروازې تړلې.

شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان چې نږدې ۷ میاشتې وړاندې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د امریکا او متحدانو لخوا له افغانستان ایستل شوي، لا متحدو عربي اماراتو کې ایسار پاتې دي.

امریکا ځکه دغه کسان په ډېره بېړه له افغانستان وایستل چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له بهرنیو ځواکونو او ادارو سره د همکاري کړې وه، او وېره وه چې طالبان به غچ ترې واخلي.

دغه کسان وايي اماراتو کې یې انتظار اوږد شوی او نور دا بې برخلیکه وضعیت نشي زغملی. دوی په دې وروستیو کې اعتراضونه هم کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي چې رویټرز سره غږېدلی، ویلي د دغو افغانانو د لیدو لپاره ابوظبۍ ته ورغلی او د چارو د سوکه والي له کبله یې بښنه ترې غوښتې ده.

خو ابوظبۍ کې ایسارو افغانانو وروسته رویټرز ته ویلي چې دغه چارواکي سره تر لېدو وروسته هم د خواشینۍ احساس کوي، ځکه د دوی په وینا هغه ورته دا روښانه نه کړه چې په څومره موده کې به ځای پر ځای شي.

متحدو ایالتونو د تېر کال له اګست راهیسې ۸۵ زره افغانانو ته ځای ورکړی او داسې نه ښکاري چې اماراتو کې د ایسارو زرګونو افغانانو ایستلو ته دې ژر لاره چاره وموندای شي.

بلخوا متحدو عربي اماراتو کې د دغو افغانانو د پاتې کېدو مودې اوږدېدو له واشنګټن سره د دغه هېواد اړیکې هم اغېزمنې کړې.

یوه اروپايي دیپلومات ویلي "امارات انګېري چې دا د دوی مسوولیت نه دی او غواړي دغه کسان ژر وایستل شي."

خو د خلیج د دغه هېواد چارواکو لا په زغرده په دې اړه څه نه دي ویلي.