یو شمېر نور بهرني وګړي هم له افغانستانه ایستل شوي دي

۱۱ نور ایرلنډي وګړي او د دوی د کورنیو غړي له افغانستانه ایستل شوي دي. دغه کسان چې د 'دیپلوماتیکو چېنلونو ' له لارې له افغانستانه بهر ته لېږدول شوي، اوس د قطر پلازمېنه دوحه کې اوسي.

د ایرلنډ بهرنیو چارو وزیر سایمن کووینې وايي د دوی کسان دوحه کې شته او هلته ''له نویو راغلیو کسانو سره ایرلنډ ته تلو کې مرسته کوي. ''

د ایرلنډ یوه مرستندوی ماموریت بهیر کې تېره میاشت د دې هېواد ۳۶ کسان له افغانستانه بهر ته لېږدول شوي وو.

د دې کسانو ایستلو ماموریت لړ کې د ایرلنډ دوه دیپلوماتان او د دفاعي ځواکونو کسان هلته تللي وو.

د یکشنبې پر شپه یوه اعلامیه کې ښاغلي کووینې وویل، د اروپايي ټولنې په ګډون له بېلا بېلو دیپلوماتیکو همکارانو سره پر هغو لارو چارو کار کوي چې له افغانستانه د دغه هېواد پاتې وګړي او د کورنیو غړي یې وایستل شي.

نوموړی زیاتوي‌:

''راتلونکي کې به له مهمو همکارانو سره همغږي دوام وکړي. ''

له دې مخکې تېره ورځ قطري چارواکو وویل چې د دوی د يوې الوتکې له لارې له کابل هوايي ډګره ۲۳۶ تنه افغانان او بهرني وګړي ايستل شوي دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانانو په ګډون په دغه الوتکه کې د امريکا، بريتانيا، جرمني، بلجيم، ايرلنډ، کاناډا، فرانسې، هالنډ، فنلنډ، ايټاليا او يو شمېر نورو هېوادونو اتباع شامل دي.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې لولوه الخاطر پر خپله ټوټېر پاڼه د هغې الوتکې ويډيو، خپره کړې چې دغه کسان په کې لېږدول کېده.

له هغه راهيسې چې امريکا په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته رسولی دا د قطر هوايي شرکت څلورمه الوتنه ده چې له افغانستانه خلک لېږدوي.

د خپرباڼې له مخې دغه کسان د قطر پلازمېنه دوحه کې هغه مرکز ته استول شوي چې له افغانستانه د ايستل شويو وګړو او نورو اتباعو لپاره ځانګړی شوی دی.