''د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې په هکله ثبوتونه په ډېرېدو دي''

    • Author, یوګیتا لیمای
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې یو شمېر هغه ښځینه فعالانې بې درکه شوې دي، چې د ښځو حقونو لپاره یې په مظاهرو کې برخه اخیستې.

طالبان د دې ښځو نیول ردوي او زیاتوي چې د پخواني حکومت ټولو کارکوونکو ته یې عامه بښنه اعلان کړې.

خو ملګرو ملتونو په دا وروستیو کې د مدني فعالانو، خبریالانو، پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو اړوند کسانو پر ضد د غچ اخیستل کېدو خبرداری ورکړی.

بي بي سي په دې رپوټ کې د یو شمېر دغه ډول تازه پېښو په هکله څېړنه کړې.

له کابله د بي بي سي خبریالې یوګیتا لیمايي په دې رپوټ کې د هغو ټولو کسانو نومونه او پېژندګلوۍ د دوی د خوندیتوب په پار بدل شوي دي.

د بي بي سي خبریاله وايي، داسې ښکاري چې د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې پېښو په هکله ثبوتونه په ډېرېدو دي.

یو شمېر هغه فعالانې بې درکه شوې دي چې د ښځو حقونو لپاره په سوله ییزو مظاهرو کې شاملې وې.

دې کې هغه لږ تر لږه څلور ښځې هم شاملې دي چې په دغه ډول یوه مظاهره کې یې ګډون کړی و او وروسته په ناڅاپي ډول بې درکه شوې.

د جنورۍ میاشتې یوې داسې مظاهرې ګډونواله پېژنم چې د نیول شویو ښځو تر څنګ په احتجاج کې شامله وه.

دا اوس پټ ژوند کوي، خو له ما سره یې بیا لیدنه ومنله.

د هغو ښځو تصویرونه یې راښکاره کړل، چې بې درکه شوې دي.

دا وايي، د هغوی له نیول کېدو راوروسته له هرو څو وروځو وروسته مېشت ځای بدلوي.

دا ښځه زیاتوي: ''طالبانو څو ځله وګواښلم، دوی وايي، داسې فکر و نه کړې چې رانه ورکه یې، موږ به دې ومومو. دوی وايي، هغې هرې ښځې ته به سزا ورکړي چې مظاهرو کې یې برخه اخیستې. د ځان له ډاره مې هغه سیم کارت هم مات کړ، چې درلود مې. ''

د وېرې سیوری پر هغو کسانو هم خپور دی، چې مخکیني حکومت لپاره یې دنده ترسره کوله.

د یوې هدیرې په ګوټ کې مو د هغو پېښو حال واورید چې په عام محضر کې پرې له ډاره خبرې نه کېږي.

په دا وروستیو کې د یوه وژل شوي پولیس خپلوان راته وویل:

''یو مازدیګر طالبانو له ځان سره ولېږداوه، دوی ویل د پولیسو حوزې ته یې بیايي، بل سهار یې مړی د کور مخې ته پروت و، څو ډزه ویشتل شوی و. ''

ځايي طالبانو یې خپلوانو ته ویلي و، چې د طالبانو یوې بلې ډلې کسانو وژلی دی.

دې پولیس ته مخکې ګواښونه شوي وو او د هېواد پرېښوولو غوښتنه ترې شوې وه، خو نوموړي د داسې کولو وس نه درلود.

خپلوان یې راته وویل:

''د طالبانو مشرانو بښنه اعلان کړې، خو عادي کسان یې دا امر نه پر ځای کوي او د پخواني حکومت چارواکي وژني. ''

پر بله ورځ د کابل لوېدیځ کې د غچ اخیستل کېدو یو شمېر پېښو په هکله راته وویل شول.

د طالبانو له ګزمې لېرې یوه ځايی لارښود راسره و، له ده مې وپوښتل چې د دې وژنو تر شا د چا لاس دی؟

په ټیټ غږ یې راغبرګه کړه، ''طالبانو دا کار کړی. ''

دلته مو هغه ځای هم ولید چې د افغان پخواني پوځ یو کارکوونکی او دوه وروڼه یې پکې دوې اونۍ مخکې وژل شوي وو.

د سیمې ترهېدلو خلکو راته وویل چې دا کسان طالبانو وژلي دي او د وژل شویو کسانو کورنۍ غړي له دې ځایه کډوال شوي دي.

دا ډول پېښې چې په کابل کې کېږي، په رسنیو کې یې په هکله څه نه ویل کېږي.

د د دې کسانو له نژدې سرچینو مو د دوی تصویرونه وموندل چې د وژل شوي سرتېري ارسلان تصویر هم پکې د ده د وروڼو مطیع الله او شیرین تر څنګ شامل دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي چې نه یې غوښتل له ښځو سره یې یو ځای تصویر واخیستل شي په دې هکله راته وویل:

''لومړی خو زه دا ادعا په کله ردوم، د اسلامي امارت پالیسي دا نه ده چې د هېواد په هیڅ یوه ګوټ کې خپلو هېوادوالو ته زیان ورسوي. ''

له ده مې وپوښتل، موږ چې د دې پېښو په هکله معلومات وکړل، نو که طالبان یې په تړاو پوښتنې، ګروېږنې نه کوي، څوک به یې کوي؟

په ځواب کې ښاغلي کریمي وویل:

''هیڅوک به داسې یوه قضیه پیدا نه کړي، چې طالبانو دې په سیستماتیک ډول څوک وژلي وي. ''

بل لور ملګري ملتونه وايي، د غچ اخیستل کېدو نژدې ۱۰۰ پېښو باوري ثبوتونه یې ترلاسه کړي دي او هغسې چې موږ نور لټون وکړ، د نورو پېښو په هکله مو هم واورېدل.