تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پنجشېر کې د طالبانو لخوا د صحرایي محاکمو او وژنو رپوټونه خپاره شوي، خو طالبان یې ردوي
پر خواله رسنیو خپرو شویو ځینو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب وسلوالو ظاهراً پنجشېر ولایت کې صحرایي محاکمه ترسره کړې.
په یوه ویډیو کې چې پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ښکاري چې طالب وسلوالو یو کس، چې نیمه پوځي کالي یې پر تن دي خو وسله نه لري، د سړک پر غاړه په ډزو وژني.
که څه هم په ویډیو کې د وژل شوي کس پېژندګلوي نه کېږي، خو داسې ښکاري چې طالبانو ته تسلیم شوی او وروسته وژل شوی دی.
د آماج نیوز په نامه خبري شبکې ویلي، دا پېښه د پنجشېر په عنابه سیمه کې شوې، خو په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.
په همدې ویډیو کې یو بل تن هم ښودل کېږي چې په دري ژبه وایي: "نظامي نه یم. کارت مې راسره دی ".
وروسته همدا کس په ویډیو کې ښکاري چې لاسونه یې شاته ور تړل شوي او وسلوال یې نامالوم لوري ته بوځي.
په ویډیو کې د دې دویم کس پېژندګلوي هم نه کېږي او دا هم نه ده مالومه چې له بېول کېدو وروسته یې برخلیک څه دی.
په دې اړه د طالبانو دریځ څه دی؟
د عبدالحق وثیق په نامه د طالبانو یو ویاند بي بي سي سره خبرو کې دا تورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې دې ډلې دې پنجشېر کې صحرایي محاکمه ترسره کړې وي.
نوموړي همدا راز هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د پنجشېر خلکو ته امر شوی چې له خپلو کورونو او سیمو وکوچېږي.
ښاغلی وثیق ټینګار کوي چې په پنجشېر کې نه هم جګړه شوې او نه هم د طالبانو پر وړاندې کوم مزاحمت لیدل شوی دی.
خو یاده دې وي چې د 'ملي مقاومت جبهې ' په نامه د طالبانو مخالفې ډلې تر دې وروسته پنجشېر کې وسلوال مقاومت کاوه او لا هم ادعا کوي چې د طالبانو پر ضد جنګېږي.
د دې ډلې مشري احمد مسعود او د پرځول شوي ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح کوي، خو پر پنجشېر د طالبانو ولکې راهیسې د دوی دواړو ځای ځایګی نه دی مالوم.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې پنجشېر کې د غیر نظامي کسانو د صحراني محاکمې ګڼې ادعاوې شوې دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر دا رپوټونه ټکان ورکوونکي بللي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د خپلواکو پلټنو لپاره دې زمینه برابره کړي او د خلکو صحرایي محاکمې دې بندې کړي.
خو طالبان ټینګار کوي چې دوی د افغانستان ټولو وګړو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې ده او له هېچا غچ نه اخلي او نه هم غیر نظامیانو سره کار لري.