تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امرالله صالح د ورور د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي
طالبانو ته یوې منسوبې وېبپاڼې 'الاماره ' د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني مرستيال او د ملي مقاومت په نامه د جبهې يوۀ مشر، امرالله صالح ورور د وژل کېدو رپوټ ورکړی دی.
دغه وېبپاڼه وایي چې روح الله عزیزي پنجشېر کې له طالبانو سره نښتو کې وژل شوی دی.
پخپله امرالله صالح د خپل د وژنې په اړه تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي او د طالبانو وياندانو هم لا د دغو ادعاو پخلی نه دی کړی.
خو د امرالله صالح زوی عباد صالح بیا د رويترز خبري آژانس په يوۀ ليکلي پيغام کې ادعا کړې چې طالبانو يې تره، روح الله عزيزي وژلی او دوى ته يې د مړي ښخولو اجازه هم نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې له پنجشيره د ځای ځای نښتو او د خلکو د بې ځايه کېدو رپوټونه رارسېدلي.
یاده سیمه کې کې د ملي مقاومت جبهې مشران ادعا کوي چې هلته تازه جګړه پیل شوې. په خواله رسنیو کې ځينې ویډیويي کلیپونه هم لاس پر لاس کېږي چې د ادعا له مخې طالبانو ځايي اوسېدونکي له خپل کور کلي شړلي دي.
د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو یو مسوول علي میثم نظري پر خواله رسنیو یو ویډيي کلیپ خپور کړي چې په موبایل ټیلیفون اخیستل شوی او د نوموړي په خبره هغه زرګونه کسان پکې لیدل کېږي چې له کورونو شړل شوي دي.
نوموړي لیکلي: "طالبان قومي تصفیه کوي او نړیوال یې په بې تفاوتۍ سره ننداره کوي".
خو طالبان دا ادعاوې ردوي او په وینا یې د خلکو امنیت ساتنې لپاره سیمې ته ورغلي دي. طالبانو له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او په وینا یې ولس ته به هېڅ زیان نه رسېږي.