ضمیر کابلوف: د ټرویکا راتلونکې غونډه به روانه میاشت کابل کې راوبلل شي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د روانې فبرورۍ میاشتې وروستیو کې په کابل کې د ټرویکا غونډې رابللو لپاره د یوې نېټې پر همغږي کولو کار کوي.

د روسیې له تاس خبري اژانس سره خبرو کې ښاغلي کابلوف ویلي، د ټرویکا - پلس غونډې غړي هېوادونه روسیه، امریکا، چین او پاکستان د فبرورۍ له پای ته رسېدو مخکې د دې غونډې لپاره د یوې نېټې پر مشخصولو بوخت دي، چې په وینا یې د بین الافغاني خبرو او د افغانستان بیا رغاونې چارو کې به د نړیوالې ټولنې ګډون پکې د خبرو موضوعات وي.

د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي مخکې په داسې حال کې چې چینايي چارواکو هم د جنورۍ په پای کې په بیجینګ کې د دې غونډې رابللو خبره کړې وه، ویلي و مسکو کې به دا غونډه د فبرورۍ له پیله مخکې وشي.

د ټرویکا - پلس وروستۍ غونډه د تېر نومبر پر ۱۱ مه د پاکستان په کوربتوب اسلام اباد کې شوې وه او په ورته مهال د طالبانو حکومت بهرنیو چار وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی پلاوی هم اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و.

په هغه درې ورځني سفر کې د افغان طالبانو د پلاوي د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د پاکستان جګپوړو چارواکو سره کتلي و.

د افغان طالبانو پلاوي د ټرویکا - پلس په ناسته کې ګدون نه درلود، خو وروسته یې د امریکا،‌ چین،‌ روسیې او پاکستان له استازو سره جلا وکتل او د ټرویکا-پلس ناستې په اړه مالومات ورکړل شول.

اسلام اباد کې د ټرویکا-پلس له غونډې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو،‌ راتلونکي کې دې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ناستو کې افغان طالبانو ته هم بلنه ورکړل شي.