طالبان: نړیوال دې موږ سره په همغږۍ افغانستان سره مرستې وکړي

افغان طالبان وایي، په تېرو شلو کالو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو ډېره برخه د افغان حکومتي چارواکو جېبونو ته تللې، او راتلونکي کې د دې کار مخنیوي لپاره پکار ده چې دا مرستې له طالبانو سره په همغږۍ وشي.‌

یادې ډلې دا غوښتنه په هغه اعلامیه کې کړې چې په جنیوا کې له افغانستان سره د مرستو د نړیوال کنفرانس په درشل کې یې چارشنبه ناوخته خپره کړې ده.‌

یاده دې وي چې د راتلونکې دوشنبې او سی شنبې پر ورځو به په جینیوا کې د نړیوالې ټولنې لخوا له افغان دولت سره د مرستو او راتلونکو همکاریو کنفرانس ترسره کېږي.‌

طالبان وایي، په تېرو شلو کالو کې د نړیوالو مرستې د افغان ولس په نامه راټولې شوې دي،‌ خو د عامو خلکو پر ځای د اشخاصو جېبونو ته تللې دي.‌

دې ډلې په خپله اعلامیه کې ویلي، که راتلونکي کې هم نړیواله ټولنه د اوسني حکومت له لارې مرستو ته دوام ورکوي‌ نو طالبان دا مرستې نه غواړي او هرکلی یې هم نه کوي.

طالبانو د هغو هېوادونو مننه کړې چې په تېر کې یې له افغانستان سره مرستې کړې دي او راتلونکي کې یې هم دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

د مرستو لپاره د نړیوالې ټولنې شرطونه

د امریکا او اروپایي ټولنې په ګډون د افغانستان یو شمېر مرستندویه هېوادونو دا ځل د خپل ملاتړ او مرستو په بدل کې د افغان حکومت او طالبانو پر وړاندې لس شرطونه هم ایښي دي.

په دې لسو شرطونو کې مهم یې د افغان سولې د بهیر، د اوربند د اعلانولو، ترهګرو ته په افغانستان کې د پناه نه ورکولو او د فساد پر ضد د مبارزې په اړه دي.

د نړیوالې ټولنې د دې غوښتنو په ځواب کې افغان حکومت ویلي،‌ دا غوښتنې د دوی له موخو او ستراتیژیکو اهدافو سره سمې دي‌ او هرکلی یې کوي.

خو د طالبانو له اعلامیې داسې ښکاري چې یاده ډله نه غواړي په راتلونکې کې دې افغانستان سره د نړیوالو مرستې د افغان حکومت له لارې وشي.

یاده دې وي چې دا لومړی ځل دی چې طالبان د نړیوالو مرستو په اړه دا ډول غوښتنه کوي.

د بین الافغاني خبرو نامالوم برخلیک

طالبان دا غوښتنه پر داسې مهال کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو ظاهرا له په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ دی او افغان چارواکي وايي چې وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا بریدونه پراخ شوي او نوې بڼه یې خپله کړې ده.

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ هم خبرې تر اوسه بې پایلې دي او لا هم د خبرو لپاره د کړنلارې پر جوړولو هوکړه نه ده شوې.

د افغان سولې بهیر د امریکا له ټاکنو هم اغیزمن ښکاري او دې برخه کې ترکیې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیلزاد له سفر پرته د امریکا له لوري کوم ځانګړی فعالیت یا ګام نه تر سترګو کیږي.

خو اوس چې نړیوالې ټولنې په خپلو غوښتنو کې هم د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو او د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده نو و به کتل شي چې افغان حکومت او طالبان څه کوي.