اتمر: د سولې لپاره سوال نه کوو؛ افغانستان کې ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر ویلي افغانان د سولې سوال نه کوي بلکې افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه هم ده.

نوموړي چې نن دوشنبه ( نومبر ۱۶ / لړم ۲۶ ) د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته خپل پلان وړاندې کولو زیاته کړه چې بهرني سیاست کې یې اول لومړیتوب جګړه ختمول او سوله ټینګول دي او دې برخه کې لا د مخه کار پیل شوی دی.

هغه وویل، افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له اجماع او ملاتړ پرته باعزته سوله نشي راتلی او افغانستان کې له ‎سولې پرته د نړیوالې ټولنې امنیت نه شي خوندي کېدای.

حنیف اتمر خپلو خبرو کې زیاته کړه: "موږ په ساده ټکو نړۍ او سیمې ته روښانه کړې چې لوی خطر ترهګري ده او د مخنیوي غوره لار یې افغانستان کې باعزته سوله ده او د باعزته سولې لپاره افغانستان کې د جمهوري نظام پایښت دی".

د افغان سولې نامالوم برخلیک

ښاغلی اتمر داسې مهال د افغان سولې په اړه دا څرګندونې کوي چې دا بهیر ظاهرا له په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ دی او افغان چارواکي وايي چې وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا بریدونه پراخ شوي او نوې بڼه یې خپله کړې ده.

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ هم خبرې تر اوسه بې پایلې دي او لا هم د خبرو لپاره د کړنلارې پر جوړولو هوکړه نه ده شوې.

د افغان سولې بهیر د امریکا له ټاکنو هم اغیزمن ښکاري او دې برخه کې ترکیې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیلزاد له سفر پرته د امریکا له لوري کوم ځانګړی فعالیت یا ګام نه تر سترګو کیږي.

بل لور ته تمه ده چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راشي او د بحث یوه مهم موضوع به افغان سوله وي.

عمران څو ورځې وړاندې ویلي وو چې "د کابل راتلونکی دولت دې هند ته اجازه نه ورکوي، چې له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات وکړي."

ولسي جرګې ته د نوماندو زیرانو ور پیژندل پيل شول

پر حنیف اتمر سربېره د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو نوماندان هر یو عبد الهادي ارغندیوال او مسعود اندرابي هم خپل پلانونه روښانه کړل.

د ۱۳۹۸ کال تله کې له ولسمشرۍ ټاکنو راهیسې چې پر پایلو یې څو میاشتې ولسمشر غني او د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله جنجال درلود د افغانستان ډېر وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د دې ټاکنو له یو کال تېرېدو وروسته اوس وزیران ولسي جرګې ته ځي چې باور رایه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده سبا د سې شنبې په ورځ د دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد، د عدلیې وزارت نوماند فضل احمد معنوي او د لوړو زدکړو وزارت نوماند عباس بصیر ولسي جرګې ته لاړ او د باور رایې تر لاسه کولو لپاره خپل راتلونکي پلانونه شرح کړي.

د راتلونکې چارشنبې په ورځ هم د صنعت او تجارت وزیر نثار احمد غوریاني، د مخابراتو وزارت نومانده معصومه خاوري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته ینج او د حج ، ارشاد او اوقافو نوماند وزیر محمد قاسم حلیمي هم خپل پروګرامونه دې جرګې ته وړاندې کړي.