حنیف اتمر د بهرنیو چارو نوماند وزیر معرفي شو

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر په توګه نومول شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست عالي مقام د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه."

له دې وروسته به ښاغلی اتمر د قانون په اساس د باور رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کیږي.

ښاغلي اتمر له دې وړاندې د ولسمشر غني په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده کړې. له هغې وړاندې نوموړی د کلیو پراختیا، پوهنې، کورنیو چارو وزارتونو مشري هم کړې ده.

نوموړی چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنډلې مخکښ غړی او له هغه وروسته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار و، له خپلې دندې استعفا وکړه او د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند په توګه ودرېد.

ټاکنو ته نژدې ښاغلي اتمر چې وړاندې یې خپل کمپاینونه ځنډولي و، د افغان ولسمشرۍ ټاکنو له سیالۍ د وتلو اعلان وکړ.

د ولسمشر غني لخوا ورستیو ګومارنو په لړۍ کې، د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر د اطلاعاتو او فرهنګ او جهادي شخصیت عبدالهادي ارغندیوال د مالیې سرپرست وزیرانو او احمد ضیاء سراج د ملي امنیت د رییس په توګه ټاکلي.

همداراز د ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو یو مسؤل داوود سلطان زوی د کابل د ښاروال او شاکر کارګر د ولسمشرۍ د دفتر عمومي رییس په توګه ټاکل شوي دي.

بلخوا تېره ورځ (وری ۱۵، اپریل ۳) ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې له یو شمېر غړو او اداري پلاوي سره په یوه کتنه کې وړاندیز کړی دی چې پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دې د افغان سولې د بهیر مشر شي.

ولسمشر غني دا وړاندیز د ولسي جرګې له یو شمېر غړو سره په سلامخانې ماڼۍ کې په یوه کتنه کې کړی دی.

ښاغلي‌ غني په خپلو خبرو کې پر پخواني اجراييه رئيس عبدالله عبدالله غږ کړی چې د سولې عالي شورا مشري او مديريت دې پر غاړه واخلي‌ او دا يې له اوسني ‌بحرانه د وتلو لار بللې ده.

د دې په غبرګون کې د عبدالله عبدالله وياند اميد ميثم بي بي سي ته ویلي، ''که دا ستونزه حل نشي موږ به د ټولشموله حکومت په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ بيايوو او ژر به کابينه اعلان کړو''

د ولسي جرګې لخوا د منځګړيتوب پلاوي سره په لیدنه کې ښاغلي غني ویلي چې د قانون په چوکاټ کې سیاسي جوړجاړي ته لېواله دی خو د ده په وینا ''دوه سری'' حکومت ورته د منلو وړ نه دی.‌‌

نوموړي ویلي،‌ په دې رول کې به ښاغلی عبدالله د ولسمشر د مرستيال پروتوکول ولري، او امنيتي امکانات، بوديجه او د پرېکړو کولو بڼه يې ټول د بحث وړ دي.

ښاغلي غني همدا راز ویلي، په راتلونکې کابينه کې به ټول افغانان خپل ځانونه وويني، د اهليت او کفايت له مخې به د هېواد مطرح او علمي شخصيتونو ته د خدمت زمينه برابره شي.