۱۹ کلنو نړیوال جام؛ افغان لوبډله چې په سیالیو کې یې ګډون مشکوک و، نن له انګلستان سره نیمه پایلوبه کوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عبدالشکور رشید
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان نولس کلنو کرېکټ لوبډله نن 'سې شنبه ' د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې له انګلستان لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.

نیمه پایلوبې ته د افغانستان دې لوبډلې په هکله مخکې داسې ګومان کېده، چې ښايي په سیالیو کې ګډون و نه شي کړای او ویسټ انډیز ته د رسېدو په تړاو یې هم شکونه څرګندېدل.

دا شکونه د هغو ستونزو له کبله څرګندېدل، چې د ویزې په ترلاسه کولو کې دا ځوان لوبغاړي ورسره مخامخ وو او د همدې خنډونو او ځنډونو له کبله دوی و نه توانېدل له انګلستان او متحدو عربی اماراتو سره تمریناتي لوبې وکړي.

د قرنطین له کبله د سي ګروپ لوبو په تقسیم الاوقات کې هم بدلون راوستل شوی و.

افغان لوبډله له پاکستان، زمبابوې او پاپوا نیوګیني سره په سي ګروپ کې شامله ده.

دوی زمبابوې او پاپوا نیوګیني لوبډلو ته په څرګند توپیر ماتې ورکړې، خو د پاکستان پر وړاندې یې لوبه د ۲۴ منډو په توپير وبایلله، چې په دې توګه کوارټر فاینل سیالۍ کې له سري لنکا سره مخامخ شول.

رواني جګړه او بریا

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

له سري لنکا سره د افغان لوبډلې سیالي تر ډېره بریده د رواني جګړې غوندې وه، چې افغان لوبډلې په کې د څلورو منډو په توپیر بریا خپله کړه.

افغان لوبډلې د ۱۳۴ منډو له کوچني هدفه په خورا بریالیتوب سره دفاع وکړه او د شاندار فیلډینګ له برکته یې د څلورو وېکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې بڼه بدله کړه.

د افغان لوبډلې په بریا کې د بالر نوید ځدراڼ ونډه هم پاموړ او مهمه وه.

د ۱۹ کلنو سږنۍ سیالۍ د افغان لوبډلې لپاره اوومې هغه دي چې ګډون پکې کوي او دویم ځل دی چې نیمه پایلوبې ته ځان رسوي.

دوی له دې مخکې د ۲۰۱۸ کال نیوزیلنډ نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته رسېدلي وو، چې اسټرالیا ته یې په شپږ وېکټو لوبه بایللې وه.

خو د هغو سیالیو به کوارټر فاینل کې یې بیا د کوربه نیوزیلنډ ټوله لوبډله د ۱۰۷ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر او بریا خپله کړه.

د ۱۹ کلنو له لوبډلې تر نړیوال کرېکټ پورې سفر

راشد خان او مجیب الرحمان

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ په نړیوال ډګر کې د افغانستان لپاره د مهم ځای موندلو لړ کې د هغو افغان لوبغاړو هلې، ځلې خورا مهمې دي، چې له ۱۹ کلنو لوبډلې یې شهرت موندلی.

راشد خان چې اوس په نړیواله کچه خورا غوره لیګ سپنر بلل کېږي، ۲۰۱۶ کال کې د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې لپاره لوبېدلی.

'جادګر ' سپینر مجیب الرحمان هم خپله عالي لوبه ایله په ۱۶ کلنۍ کې نندارې ته وړاندې کړه او په یوه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کې د پنځو وېکټو ترلاسه کووونکی تر ټولو کم عمره لوبغاړی ثابت شو.

د نولس کلنو ۲۰۱۸ کال سیالیو کې د نیوزیلنډ پر ضد د افغان لوبډلې بریا کې هم د مجیب الرحمان رول ځکه خورا جووت و، چې څلور وېکټې یې ترلاسه کړې او له هغه یوازې دوې ورځې وروسته د پنجاب کنګز الیون لوبډلې د ای پي ایل سیالیو لپاره د څلور کروړه هندي روپیو بدل کې ترلاسه کړ.

حشمت الله شاهدي چې په ټیسټ لوبو کې دوې سلیزې بشپړوونکی لومړنی افغان لوبغاړی دی، له همدې نولس کلنو لوبغاړو رامخکې شوی.

د کریم جنت په هکله د ډېرو ذهن ته د ټي ۲۰ لوبو هغه سیالي ورګرځي، چې په یوه اوور کې یې پاکستاني لوبغاړي اصف علي څلور څلوریزې ووهلې او پاکستان لوبډله یې بریا ته ورسوله، خو ښايي له ډېرو هېر وي، چې کریم جنت هغه لوبغاړی دی چې د ۱۹ کلنو په یوه ورځنۍ لوبه کې یې د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۱۵۶ منډې کړې دي.

د افغان لوبغاړو په نوي کول کې رحمان الله ګربز ته ډېره تمه کېږي او دی هم د ۱۹ کلنو له ډلې مخکې راغلی. رحمان الله ګربز لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې په خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کې یې سلیزه بشپړه کړه.

د دې تر څنګ قیس احمد، نجیب الله ځدراڼ، جاوېد احمدي او نوین الحق هم هغه افغان لوبغاړي دي، چې د ۱۹ کلنو له لوبډلې یې شهرت موندلی او ښه ځلېدلي دي.