ګوتیریش: افغانان له جدي ناورین سره مخ دي؛ کنګل شوې شتمني یې باید خوشې شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي، هغو ټولو قوانینو او محدودیتونو ته باید له سره کتنه وشي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې خنډ جوړوي.

ښاغلي ګوتیریش همدا راز غوښتنه کړې چې نړیوال بانک کې د افغانستان د بیارغونې د صندوق یو اعشاریه دوه میلیارد ډالره کنګل شتمني باید خوشې شي.

نوموړي د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو ته وویل، افغانان رسۍ کې ځوړند دي، ورځني ژوند یې په دوزخ اوښتی او میلیونونه خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي.

ښاغلي ګوتیریش همدارنګه وویل، تعلیم او ټولنیز خدمتونه صفر ته رسېدلي او د پیسو نشتوالي ګرانه کړې چې د اړمنو خلکو لاسنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دې ناسته کې د عامه خدمتونو مامورینو ته د معاشونو ورکولو له پاره د مرستې غوښتنه هم وکړه.

اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

د اسیا پراختيايي نړیوال بانک افغانستان ته د ۴۰۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړى. دغه پیسې به د ملګرو ملتونو او د خوړو د نړيوالې ادارې له لارې له افغانانو سره د خوړو او درملو رانيولو او د ښوونې او روزنې برخه کې و لګول شي.

د نړیوالو ټولنو د اټکلونو پر بنسټ افغانستان کې نژدې ۲۳ ميليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري.

د اسيا پراختيایي بانک د خبرپاڼې له مخې له دغو پیسو به ٢٠٠ میلیونه ډالر د خوړو نړيوالې ادارې ته ورکړل شي چې ۸۰۰ زرو کسانو ته اړین خواړه برابر کړي.

په همدې توګه به ۱۶۸ زرو وګړو ته د کار په بدل کې نغدې پيسې ورکړل شي.

همدا راز د اسیایي بانک له دغې مرستې ۲۰۰ میلیونه ډالره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ته ورکول کېږي، چې پر روغتونونو لګښت او د دارو درملو برابرولو لپاره وکارول شي.

ټاکل شوې یونیسف هم کلیوالو سیمو کې نجونو ته د زده کړې د زمينې برابرولو لپاره له دغو پيسو ګټه پورته کړي.

له هغه راهيسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نړيوالو له دې هېواد سره مرستې درولې او نژدې لس ميليارده ډالره د افغانستان شتمني په نړيوالو بانکونو کې کنګل ده.

د نړیوال بانک په ګډون ځینې ادارو بیا دا وروستیو کې داسې هڅې پیل کړې، چې د کنګل شویو پیسو یوه برخه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په واک کې داسې ورکړل شي، چې د طالبانو لاس ته ور نه شي.

اروپايي ټولنې په دې وروستيو کې په کابل کې استازولي پرانيستې چې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي خو وايي له رسمیت پیژندلو یې ډډه کوي.

یاده دې وي چې د اروپایي ټولنې په ګډون د نړۍ هېڅ کوم هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.