اروپايي ټولنې په افغانستان کې د څه باندې درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړې

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د روان اقتصادي کړکېچ د کابو کولو په موخه د څه باندې درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړې دي.

د اروپايي چارواکو په وینا، دا ملاتړ تر ډېره د پوهنې، روغتیا، او خلکو ته د روزګار د برابرولو په برخو کې دی. دا پروژې د ملګرو ملتو د بېلابېلو ادارو لخوا پلې کېږي.

د اروپايي ټولنې د نړیوالې همکارۍ د څانګې مشرې ویلي، د دغو مرستو له لارې خپل هغه پیغام بیا تازه کوي، چې په وینا یې، افغانان به په کړکېچ کې ایسار نه پرېږدي.

په ورته مهال امريکا کې بیا د يوې نظر پوښتنې پايلو ښوولې چې دغه هېواد کې رايه ورکوونکي افغانستان ته د پيسو له استولو سره مخالف دي.

ترسره شوې نظر پوښتنه کې ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړې چې شونې ده افغانستان ته استول شوې پيسې د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دغه سروې د جنورۍ پر پنځلسمې او ۱۶مې ترسره شوې او په کې له څه د پاسه دوه زرو کسانو سره خبرې شوي دي.

د دې نظر پوښتنې پایلې داسې مهال مخې ته راځي چې د طالبانو حکومت مشرانو په لومړني اقتصادي کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو خوشې کولو او له دې هېواد سره د مرستو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشران وايي چې دغه اوسنی وضعيت تر ډېره د نړيوالو بنديزونو او د افغانستان د شتمنيو د کنګل کېدو له کبله دی.

د طالبانو حکومت رئيس الوزرا غونډې ته وويل: "هغه هېوادو نه چې ځانونه د بشر حقونو مدافعين بولي د افغانستان د پيسو په کنګل ساتلو سره يې افغانان له بشري ناورين سره مخ کړي... افغانستان سره بايد دوامداره مرستې وشي تر څو په ځان بسيا شي".

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د یوه راپور له مخې د دې هېواد سم نیمايي وګړي له لوږې سره مخامخ دي او ښايي شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان له خوار ځواکۍ یوه کال کې خپل ژوند وبایلي.