تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنه: کابل کې زموږ 'محدود شتون' د طالبانو په رسمیت پېژندلو معنا نه لري
اروپايي ټولنه وايي، د بشري مرستو رسولو چارو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د څار لپاره په کابل کې د دوی ''لږ تر لږه حضور '' باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو په معنا تعبیر نه شي.
د دې ټولنې د بهرنیو چارو برخې ویاند پیټر سټانو ویلي، افغانستان کې یې محدود شتون د دې لپاره دی چې دې هېواد ته د بشري مرستو رسولو کې سهولت رامنځته کړي او هلته بشري وضعیت وڅاري.
له دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشبې پر ورځ ویلي وو، له اروپايي ټولنې سره د دوی له پرلپسې خبرو وروسته دغې ټولنې افغانستان کې د خپل اوږدمهاله اړیکو لپاره 'خپل سفارت پرانستی دی. '
نوموړي دغه راز ویلي، اروپايي ټولنې له مخکنۍ ۲۲۰ میلیونو یورو وروسته تازه د ۲۶۸ میلیونو یورو نوره مرسته هم اعلان کړې چې یوه برخه به یې د افغان ښونکو معاشونو ته ځانګړې شي.
د ښاغلي بلخي په ټویټر پیغام کې په دې هکله ویل شوي: ''له پرلپسې لیدنو او د اروپايي ټولنې له استازو سره یوه تفاهم ته له رسېدو وروسته اروپايي ټولنې رسماً په کابل کې د دایمي حضور لپاره خپل سفارت پرانیست او فعالیت یې پیل کړ. ''
اروپايي ټولنې د تېر اکتوبر وروستیو کې ویلي وو، له طالبانو سره د چلن په اړه د یوه تګلارې په لټه ده او غواړي د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي خو له رسمیت پیژندلو یې ډډه کوي.
اوس مهال اکثره لویدیځو هېوادونو خپلې دیپلوماتیکې استازولۍ له کابل نه د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدولې او له دوحې ښار نه د طالبانو او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د یوې وسیلي په توګه کار اخلي.
دغه راز د طالبانو استازي هم ډېر ځله د اروپايي ټولنې له استازو سره د لیدنې په خاطر دوحې ته ورځي او هلته د نورو هېوادونو له چارواکو سره هم لیدنې کتنې کوي.
یاده دې وي چې د اروپایي ټولنې په ګډون د نړۍ هېڅ کوم هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.