طالبان: د افغانستان شمال ختیځ کې د اورپکو روزنځایونه نشته، ' تښتېدلي کسان' ناسم معلومات خپروي

طالبانو د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې و د افغانستان شمال ختيځو ولايتونو کې د اورپکو مرکزونه شته او تر شپږو زرو وسلوال په کې مېشت دي.

د طالبانو د ویاند مرستيال بلال کريمي وايي، دغو سيمو کې د اورپکو روزنځایونه نشته او په وينا يې د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ نه پېښیږي.

تېره دوشنبه د تاجکستان ولسمشر د ګډ امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو غونډې ته وويل، د دغه هېواد "د استخباراتو له مخې په ټوله کې د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې تر ۴۰ زيات د ترهګرو کمپونه او د روزنې مرکزونه موجود دي چې تر شپږ زره ډېر وسله وال په کې شته".

ښاغلي رحمان دغه راز د افغانستان شاوخوا د امنيتي کمربند د جوړولو وړانديز هم کړی دی.

بل لور بلال کريمي همداراز ادعا کړې چې ګواکې له هېواده تښتېدلي وګړي نړیوالو او ګاونډیانو ته ناسم مالومات ورکوي او غواړي د طالبانو بد انځور وړاندې کړي.

ښاغلی کریمي ويلي طالبان له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دی.

تاجکستان د افغانستان سره څه دپاسه ۱۳۵۰ کیلومتره پوله لري او وار وار یې په افغانستان کې د ناامنیو او جګړو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم په دې وروستيو کې له افغانستانه سيمې ته د افراطي اسلامپالو د نفوذ په اړه خبرداری ورکړی دی.

که څه هم طالبانو وړاندې ویلي چې هغوی ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي او نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښوي خو د افغانستان شمالي ګاونډیان په دې هېواد کې د مېشتو اسلامپالو د بریدونو په اړه اندېښنه لري.