تاجکستان له افغانستان سره پولې ته شل زره نوي سرتېري لېږي

    • Author, سهراب ضیا
    • دنده, بی بی سی، دوشنبه

د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په مشرۍ د دغه هېواد ملي امنیت شورا پرون (د جولای پر پنځمه) غونډه کې له افغانستان سره د خپلې پولې حالت وارزاوه.

دې غونډه کې د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو قومندان رجبلي رحمان علي او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده له افغانستان سره د خپلې پولې د حالت رپوټ وړاندې کړ.

د ملي امنیت شورا غونډه کې د پولې د خونديتوب پر زیاتولو او اړینو سیمو ته د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه وشوه.

غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان- چې د وسلوالو ځواکونو مشر هم دی- دفاع وزیر ته سپارښتنه وکړه چې له افغانستان سره د تاجکستان پولې د پیاوړتیا لپاره ۲۰ زره سرتېري واستوي.

دې ناسته کې له پولې هاخوا جرمونو، ترهګرۍ او توندلارۍ او نشه يي توکو قاچاق د مخنیوي په څېر مسلو باندې هم خبرې وشوې.

د منځنۍ اسیا د دریو هېوادونو د مشرانو ټلېفوني خبرې

د دوشنبې ورځې په ماسپښین د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له قزاقستان ولسمشر قاسم-ژامرت ساقه یف سره ټلېفوني خبرې درلودې.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس خاور د دې خبرو یوه اصلي مسله هم د افغانستان اوسنی سیاسي او پوځي حالت بولي.

دواړو ولسمشرانو د افغانستان شمال او شمال ختیځ کې پر اوسني حالت اندېښنه وښوده.

تاجکستان کې چارواکي وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره تاجک او قزاق ولسمشرانو د امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پر ګډو تدبیرونو ټینګار وکړ.

امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ له ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف سره هم ټلیفوني خبرو کې له افغانستان سره د خپلو پولو اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی وباله.

د تاجکستان ولسمشر دفتر په خبره، دې ټلېفوني خبرو کې ښاغلي رحمان تاجک خاورې ته د افغان پوځیانو په اوښتنو هم خبرې وکړې او له افغانستان سره خپله پوله یې " ډېره تاوجنه" وبلله.

دواړو ګاونډیو هېوادونو ویلي، له افغانستان سره د خپلو پولو د خوندیتوب پیاوړتیا لپاره د خپلو امنیتي او پوځي ادارو همکاري همغږې کوي.

دا ډول وړمه ورځ تاجک ولسمشر له افغان سیال محمد اشرف غني سره هم ټلیفوني خبرې درلودې.

تاجکستان ته د سلګونو افغان سرتېرو پنا وړل

د منځنۍ اسیا درې ولسمشران په داسې مهال د افغانستان شمال کې پر سیاسي او پوځي وضعیت سره غږېږي چې د تاجک پوله ساتو په خبره، وړمه ورځ د افغانستان له بدخشان ولایت ۱۰۳۷ افغان سرتېرو د ځان ژغورنې لپاره د تاجکستان غرني بدخشان ولایت ته پنا وړې ده.

تاجک چارواکو وویل، د دوشنبې په شپه طالبانو د بدخشان خواهان، شکۍ، مایمۍ، شغنان او اشکاشم ولسوالۍ ونیولې.

دا ولسوالۍ د تاجکستان د ختلان ولایت له شمس الدین شاهین او د بدخشان ولایت له درواز، ونج، خاروق او اشکاشم سره پوله لري.

د جون له ۲۲ تراوسه- یانې تېرو دوو اونیو کې- په څلورو نورو پېښو کې هم افغان پوځیان له طالبانو سره جګړه پسې تاجک خاورې ته اوښتي دي.

دې سره په پنځو پېښو کې له ۱۵۸۰ ډېر افغان سرتېري تاجکستان ته اوښتي دي.

د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو سرچینې وایي، افغان سرتېرو ته یې پنا او خواړه برابر کړي دي.

خو مالومه نه ده چې د دوی برخلیک به څنګه شي او کله به افغانستان ته ستانه شي.

د افغانستان شمالي ګاونډیانو ته د ناامنۍ پایلې

د افغانستان شمال کې د طالبانو بې مخینې پرمختګ د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن کړي دي، ځکه د افغانستان شمال او شمال ختیځ کې- چې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره پوله لري- د طالبانو اوږدمهالې ولکه دا اندېښنه زیاتوي چې تاجکستان او ازبکستان ته به د افغان کډوالو سېلاب روان شي.

له بلې خوا افغان وسلوالو ډلو کې د سلګونو تاجک، ازبک او چیچین وسلوالو شتون او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې د ناامنۍ او بې ټیکاوۍ جوړولو لپاره د دوی ګواښ د دغو هېوادونو د چارواکو او عادي خلکو اندېښنه ډېره کړې ده.

ښايي دې حالت ته په پام ازبکستان اونۍ وړاندي د تاجکستان اپوټه(برعکس) خپلې خاورې ته د پنځوسو افغان سرتېرو د ور اوښتو مخه ونیوله.

بله اندېښنه هم د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د افغانستان د سیاسي او نظامي وضعیت اغېز دی.

د تاجکستان سوېل کې شېرخان بندر له دوو اونیو راهیسې تړلی او دغه حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ پر راکړه ور کړه سخت اغېز کړی دی.

دې مسلو ته په پام کارپوهان باوري دي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو مشران حساس حالت سره مخ دي او یو یې هم له طالبانو سره د ټکر پلوي نه دی.

ښايي همدا دلیل وايي چې د تاجکستان په ګډون د دغو هېوادونو رسمي خبرونو او رپوټونو کې دغه هېواد ته د افغان پوځیانو د ور اوښتو اجازه " د ګاونډیتوب اصول" او د افغان پوځیان " سر ژغورل" بلل کېږي.

د تاجکستان حکومتي رسنۍ ټینګار کوي چې دا هېواد د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او امام علي رحمان هم د سولې بهیر ملاتړ کوي.