تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تاجک چارواکي: د افغانستان پر خاوره مو بمبار نه دی کړی
د تاجکستان د دفاع وزارت هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې د دوی جېټ الوتکو د دوشنبې پر سهار د افغانستان د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړې دي. د تخار ولایتي چارواکو د دوشنبې پر سهار ویلي وو چې تاجکۍ جېټ الوتکو د درقد ولسوالۍ کې بمبار کړی دی.
د تخار والي ویاند "جواد هجري" په سیمه کې د بي بي سي خبریال "زلمي اشنا" ته ویلي، په بمبار کې شپږ کسان وژل شوي چې ټول یې وسله وال طالبان او د نشه توکي قاچاق وړونکي دي.
هغه ویلي، بمبار له افغان لوري سره تر سلا مشورې پرته د درقد ولسوالۍ په یوه ټاپو کې شوی دی.
د تخار د والي د ویاند په خبره، تېره شپه په درقد ولسوالۍ کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو او طالب وسله والو ترمنځ وسله واله نښته شوې چې په ډزو کې یې له پولې اخوا دوه تاجک پوله ساتي وژل شوي چې په غبرګون کې یې تاجک جیټ الوتکو نن سهار پر درقد ولسوالۍ هوايي ګوازونه کړي دي.
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو په درقد کې نښته او د خپلو دوو سرتېرو وژل کېدل منلي، خو د افغان لوري له خوا د بمبار شوې ادعا یې رد کړې ده.
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو د کمېټې ویاند محمد اولوغجوف له بي بي سي ته وویل، دوی پر افغان خاوره بمبار نه دی کړی
د پېښې ځای ته څېرمه روسیي ځواکونه هم مېشت دي او سهار مهال داسې راپورونه هم وو چې بمبار د روسیې اړوند الوتکو کړی، د روسیې د دفاع وزارت په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
په افغانستان کې ناټو ځواکونو په درقد ولسوالۍ کې له بمبار څخه ناخبري ښيي او وايي، دومره تاییدولی شي چې دوی په تخار او شاوخوا سیمو کې بمبار نه دی کړی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، د پېښې په ځای کې طالب وسله وال نه شته او جګړه د قاچاق وړونکو ترمنځ وه.
د افغانستان د درقد ولسوالي له تاجکستان سره پر پوله پرته ده چې له ډېرې مودې راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده او له افغانستان څخه و منځنۍ اسیا ته د نشه یي توکو د لېږد له اصلي لارو ګڼل کېږي.