تاجکستان کې اوبو کمېدلو سره افغانستان ته د برېښنا صادرات کم شول

    • Author, سهراب ضیا
    • دنده, بی بی سی، دوشنبه

تاجکستان کې د اوبو کمېدو سره افغانستان ته د دغه هېواد صادراتي برېښنا هم کمه شوې ده.

د تاجک برېښنا شرکت ویاند ناظر یادګاري وايي، تاجکستان پر ۲۰۱۹ کال یو میلیارد او ۴۵۸ میلیون کیلوواټ ګړۍ برېښنا افغانستان ته صادره کړې، خو پر ۲۰۲۰ کال یې ۹۲۵ میلیون کیلوواټ برېښنا دغه هېواد ته ور کړې.

یانې تاجکستان پر ۲۰۲۰ کال تر پخواني کال ۵۳۳ کیلوواټ ګړۍ کمه برېښنا افغانستان ته صاره کړې ده.

سږ کال د یخنۍ له امله د تاجکستان سیندونه لږ اوبه شوي. د تاجکستان نارک بند کې د اوبو زېرمې کمېدو سره دا هېواد اړ شوی چې خپل ګاونډي ته پر برېښنا صادراتو کمولو سربېره خپلو کلیوالي سیمو ته هم برېښنا کمه کړي.

درې کاله مخکې تاجک چارواکو خپلو وګړو ته ډاډ ور کړی و چې نور به ژمي کې د برېښنا کمښت سره مخ نه شي، خو تېر منی خلکو ته له خبرداري پرته برېښنا کمه شوه.

میاشت مخکې چارواکو رسمي وویل، چې سیند کې د اوبو کمښت او پسرلي کې د برېښنا تولید لپاره به نارک بند کې د اوبو زېرمې بچتولو لپاره د جنورۍ له ۵ کلیوالې سیمې د شپې تر نږدې اوو ګړیو برېښنا ونه لري.

دا په داسې مهال ده چې د تاجکستان ۷۰ سلنه وګړي کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.

تاجکستان کې د برېښنا وېشلو اصلي سرچینه تاجک برق شرکت دغو سیمو ته د برېښنا کمېدو دلیل هم نارک بند کې د اوبو زېرمو کمېدو سره تړلي بولي.

دغه حالت د افغانستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته هم د برېښنا صادرات کم کړي دي.

افغانستان هر کال دوه زره میګاواټ برېښنا ته اړتیا لري، چې نږدې ۷۰ سلنه له ګاونډیو هېوادونو واردوي.

تاجکستان بغلان، کندوز او تخار ته برېښنا ور کوي.

تاجکستان کې افغان سفیر محمد ظاهر اغبر په دې تړاو وايي: "پسرلي کې تاجکستان له ۳۲۰ تر ۳۵۰ میګاواټ برېښنا افغانستان ته ورکوي، اوس تر ۴۰ میګاواټ کمه شوې ده، خو پاتې اړتیا وړ برېښنا په تېره د کابل ښار لپاره چې ۵۵۰ میګاواټ ته ضرورت دی د ازبکستان او ترکمنستان له لارې ترلاسه کېږي، موږ له دې هېوادونو سره هم تړونونه لرو. "

نارک د تاجکستان تر ټولو ستر برېښنا بند دی او د دغه هېواد د خلکو او اقتصاد اصلي اړتیا پوره کوي.

د چارواکو په خبره، دا مهال نارک بند کې اوبه د تېر کال پرتله څلور متره کمې شوې دي.

د نارک بند مشر انجینر رستم فاضلوف وايي: "دې ورځو شپو کې د تېرو دوو کلونو پرتله نارک بند ته هره ثانیه د ۴۰ متر مکعب په اندازه کمې اوبه واردېږي. موږ اوس د ډېرې برېښنا تولید لپاره اوبه زېرموو او دوبی یې کاروو. "

تاجکستان کې د اوبو کمېدل سبب شوي چې له ازبکستان او تاجکستان سره د انرژۍ تړونونو ته بیا کتنه وکړي.

چارواکي وايي، تاجکستان د سیمې مارکېټ کې د خپل ځای نه بایللو ته پام کوي.

د تاجک برېښنا شرکت ویاند ناظر یادګاري وايي: "اوس سیمه کې د برېښنا د ورکړې د لوبغاړي په توګه پاتېدو او افغانستان ته شپه ورځ کې د ۵۰-۶۰ میګاواټ برېښنا ورکولو سره اوس د خپلو خلکو د برېښنا برابرولو کې ډېر نه اغېزمنېږو. "

راغون بند ته هیلې

د تاجکستان له ۹۰ سلنه ډېره برېښنا ابي ده او افغانستان ته یې واردول ارزان تمامېږي.

تاجکستان هیله من دی چې د راغون برېښنا بند بشپړېدو سره سیمه کې د برېښنا په تر ټولو ستر تولیدوونکي او صادروونکي بدل شي.

دوه کاله مخکې د دې بند دوو توربینونو برېښنا تولیدول پیل کړل.

راغون بند د دوشنبې ښار شمال ختیځ ته په ۱۱۰ کیلومترۍ کې پروت دی، شپږ توربینونه به ولري او کلنی تولید به یې هم درې زره شپږ سوه میګاواټ او د هغې برېښنا برابر وي چې هر کال د تاجکستان نورو ټولو بندونو کې تولیدېږي.

خو تاجکستان کې ژمی د برېښنا کمښت یواځې د اوبو له امله نه دی.

نیوکګر د برېښنا مدیریت کې ستونزې او دې برخه کې پراخ فساد هم په ژمي کې د برېښنا د کمښت دلیلونه بولي.