تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دهلې بند بیا رغول کېږي
شمېرې ښيي افغانستان د اوبو له څلورو نژدې درې برخې ګاونډیو هېوادونو ته ځي. له بلې خوا وچکالیو د کاریزونو او چېنو ډېره برخه وچه کړې. افغان حکومت خپله دومره پيسې نه لري چې روان سیندونو پرې بند کړي او ځمکې پرې خړوبه کړي. اوس د اسیا پراختیايي بانک ژمنه کړې چې د کندهار د دهلې بند چې د افغانستان جنوب کې له لویو بندونو دی له سره رغوي چې نیمايي له خټو ډک شوی دی. زموږ همکار مامون دورانی پرې له کندهار رپوټ لري.