تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل ژمی او د برېښنا کمی
کابل کې د برېښنا د کموالي له کبله د ښاريانو شکایتونه ډېر شوي دي. د افغانستان د برېښنا شرکت اوس په نوبتي ډول د پلازمېنې او د ښار څنډو اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۶ ساعته برېښنا وېشي. د ژمي سړو له پيلېدو سره خلک وايي، سږ کال کال پرچاوي ډېره شوې او عادلانه وېش يې نه کېږي. د افغانستان د اوبو برېښنا تولید او له ګاونډيو هېوادونو وارداتي برېښنا ولې کمه شوې؟ ذبيح الله رحيمزي په خپل راپور کې له ۲۰۰۳ کاله تر دې مهاله د کابل برېښنا لوړو ژورو ته کتنه کړې ده.