تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سور صليب: افغانستان کې د لس زره روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکوو
د سره صليب کمېټې پر ټوېټر پاڼه ليکلي چې په افغانستان کې د روغتيا برخه کې د ۱۰ زره روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکوي.
سور صليب وايي چې د دې پرېکړې له مخې به په ۲۳ سيمه ايزو او ولايتي روغتونونو کې د روغتيايي چارو د مامومورينو تنخواګانې ورکړل شي خو د دې مرستې په اړه نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.
سره صليب دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې تر دې وړاندې په کابل کې د سردار محمد داود خان د روغتونو ډاګترانو او مامورينو اعتراض کړی و چې څو مياشتې کېږي معاشونه نه دي ورکړل شوي او دوی ګواښ وکړ که تنخواګانې ورنکړل شي خپلې دندې به پرېږدي.
د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر رابرټ مارديني دوه ورځې وړاندې اسلام اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې ګډون کړی و. نوموړي هغه مهال غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د مرستې لپاره په کار ده چې د دې هېواد اقتصادي نظام ته نغدې پيسې شاملې کړل شي او په کور دننه له بې ځايه شويو کسانو سره مرسته وشي.
سور صليب له لسيزو راهيسې افغانستان کې یو له لويو مرسته کوونکو بنسټونو څخه دی. دا بنسټ په هلمند، پنجشېر او کابل کې خپل روغتونونه هم لري او روغتيايي برخه کې مرستې کوي.
له دې سره هممهال په افغانستان کې د چين سفير هغه طبي مرستې د افغانستان سرې مياشتې ته وسپارلې چې د چين سره صليب له خوا شوې دي.
افغانستان کې د مخکني حکومت په ړنګېدو او د طالبانو بيا واک ته رسېدو سره د نورو څانګو په څېر روغتيايي برخه هم له ګڼو ننګونو سره مخ شوې ده، د درملو او طبي توکو کمی، ډاکترانو او روغتيایي کارکوونکو ته د معاشونو نه رسېدل په دې برخه کې لويې ستونزې دي.
څو ورځې وړاندې يو شمېر ډاکترانو له بي بي سي سر هخبرو کې ويلي وو چې د افغانستان روغتيايي سيستم مخ په زياتېدونکي ډول له ډېر فشار او سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.