طالبان وایي راتلونکي مالي کال لپاره یې بودیجه چمتو کړې ده

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مالیې وزارت وايي، د راتلونکي مالي کال لپاره یې بودیجه وروستۍ کړې ده. د طالبانو مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د افغانستان له ملي ټلویزیون سره یوه مرکه کې وویل، د راتلونکي کال مالي بودیجه نهايي شوې ده او د تصویب لپاره به د وزیرانو شورا ته استول کېږي.

ښاغلی حقمل زیاتوي د مالیې وزارت له لوري د بودیجې چمتو کولو چارې وروستي پړاو کې دي او په وینا یې دا لومړی ځل دی، چې پر بهرنیو مرستو له تکیې پرته افغانستان کې بودیجه چمتو کېږي.

د نوموړي په وینا د عادي بودیجې تر څنګ (لږ خو بنسټیزې انکشافي پروژې) هم په دې بودیجه کې په پام کې نیول شوې دي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دولتي مامورینو ته یوازې د زمري میاشتې معاشونه ورکړل شوي او زرګونه دولتي مامورین بې دندې پاتې شوي دي.

خو اوس د طالبانو مالیې وزارت ویاند وايي، د مالي کال له پای ته رسېدو مخکې به دولتي مامورینو ته د تېرو وږي او تلې میاشتو معاشونه ورکړل شي او په راتلونکي که به په عادي ډول هره میاشت د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي.

د طالبانو له لوري د بودیجې چمتو کولو تازه اعلان داسې مهال کېږي، چې د بهرنیو مرستو له بندېدو یا ځنډول کېدو له کبله په هېواد کې د اقتصادي کړکېچ ژوریدو له کبله د ښوونکو په ګډون دولتي مامورین په خورا بد حالت کې دي.

د یادونې ده، چې له دې یوه میاشت مخکې د طالبانو د ماليې وزارت ویلي و، دولتي مامورینو ته د وږي، تلې او لړم میاشتو پاتې تنخواوې له کورنیو عوایدو څخه او په یو ځای ورکوي.

د طالبانو حکومت کې د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل هغه مهال بي بي سي ته ویلي و، چې د دولتي مامورینو په معاشونو کې یې ''پخوانۍ نابرابري او نا انډولي '' له منځه وړي ده.