د اسلامي همکاريو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو لپاره مرسته چمتو کړي

د عکس سرچینه، oic
د بشري مرستو لپاره د اسلامي همکاريو سازمان مرستیال مشر طارق علي بخیت شنبه اسلام آباد کې د افغانستان په اړه د دې سازمان د غونډې په درشل کې د وینا پرمهال پر نړیوالې ټولنه غږ کړی چې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره په بیړه لاس په کار شي.
د نوموړي په وینا له څو لسیزو جګړو، نا امنیو او کړاو وروسته افغانان بشري مرستو او سولې ته جدي اړتیا لري.
طارق علي بخیت وویل چې د دې بنسټ غړو او نورو هېوادونو ته په کار دي چې له افغانانو سره د بیړنیو بشري مرستو د پلان د جوړولو او عملي کولو لپاره اړین مالي امکانات چمتو کړي.
نوموړي وويل، "دا غونډه څو هدفونه لري چې غواړي تر لاسه یې کړي. او تر ټولو مهم یې دا دی چې د اسلامي همکاریو سازمان څنګه کولی شي د افغانستان په روان وضعیت کې مخکښ رول ولوبوي. او څنګه کولی شي چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یوه پراخه ستراتیژي جوړه کړي".
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد به یکشنه د افغانستان بحران په هکله د اسلامي همکاریو سازمان 'او ای سي ' د بهرنیو چارو وزیرانو درې ورځنۍ ځانګړې غونډې کوربتوب کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت استازو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن شنبه اسلام اباد ته ورسېد.
اسلام اباد ته له رسېدو وروسته ښاغلي متقي خبریالانو ته وویل، دوی هیله من دي، چې دې کنفرانس کې به ''د بشري مرستو په ګډون په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې لاسته راوړنې '' ولري.
نوموړي زیاته کړه:
''زموږ غوښتنه به دا وي، چې په دې غونډه کې د افغانستان سره د مرستو لپاره یو وجهي صندوق رامنځته شي، له افغانستان سره عادي اړیکي بیا فعاله شي او زموږ او نړیوالې ټولنې تر منځ ښه راشه، درشه وشي. ''

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi/twitter
په ورته مهال د افغانستان پرځول شوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان دې غونډې ګډونوالو ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان استازیتوب باید د پخواني حکومت استازو ته ورکړل شي.
ښاغلي اتمر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په نامه یوه لیک کې چې د نوموړي پر ټویټر پاڼه خپور شوی، ویلي، ''د یوه موسس غړي هېواد په توګه د افغانستان جمهوریت د افغانانو په استازولۍ د اسلامي همکاریو سازمان له دې ځانګړې غونډې تمه کوي چې د بشري بحران مخنیوي، د تلپاتې سولې او ثبات او یوه قانوني پراخ بنسټه حکومت لپاره هلې ځلې وشي او د مرستندویانو تر منځ همغږي لا زیاته شي. ''
په اعلامیه کې ویل شوي، ''د دوحې سولې خبرو بیا راژوندي کول او د ملګرو ملتونو پرېکړه لیکونو په رڼا کې د بین الافغاني خبرې په دې لړ کې یوازینۍ حل لاره ده. ''
له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي و، د ۵۷ اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دا ( 'ځانګړې ' غونډه د سعودي عرب په غوښتنه رابلل شوې، چې اوسمهال د دې سازمان مشري کوي.
په اعلامیه کې راغلي: ''پاکستان تل له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی او دا غونډه د پاکستان دیپلوماتیکو هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده، چې د افغانستان د خلکو لپاره ملاتړ لا غښتلی شي. ''
په اعلامیه کې ویل شوي، د نړیوالو مالي ادارو تر څنګ د امریکا، روسیې، چین، فرانس، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو استازو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.










