اتمر: د پراخ بنسټه حکومت جوړولو لپاره دې بین الافغاني مذاکرات بیا پیل شي

د عکس سرچینه، Hanif atmer/facebook
د افغانستان د پرځول شوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او تلپاتې سولې راوستلو یوازینۍ لار د یو پراخ بنسټه حکومت جوړول دي.
ښاغلي اتمر دا څرګندونې هغه لیک کې کړې دي چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت د بهرنیو چارو وزارت د رسمي اعلامیې په توګه د نوموړي پر ټوېټر پاڼه خپور شوی.
دا لیک د افغانستان په اړه اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړې غونډې ته لیکل شوی، چې ټاکل شوې د دسمبر پر ۱۹مه نېټه به د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي.
په دې لیک کې راغلي، افغانستان کې نوی حکومت باید د افغانانو په رضایت جوړ شي او اسلامي ارزښتونه، د ښځو د حقونو په ګډون ټول بشري حقونه او ټولنیز عدالت یې باید بنسټیز ټکي وي.
حنیف اتمر په دې لیک کې ویلي، دا داسې یو پراخ بنسټه او مشروع حکومت جوړولو یوازینۍ لار دا ده چې د دوحې تړون او د ملګرو ملتونو د قرارداد پر بنسټ دې بین الافغاني مذاکرات له سره پیل شي.
ښاغلي اتمر ویلي، افغانستان کې یوازې داسې حکومت ملي او نړیوال مشروعیت موندلی شي چې د اسلام پر اساساتو ولاړ وي او د اوسني نظام 'د طالبانو حکومت ' برعکس وي.
حنیف اتمر همدا راز د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مننه کړې چې دې سازمان کې یې د افغانستان څوکۍ د پرځول شوي جمهوري دولت له استازي سره پرېښودله.
نوموړي د اسلامي همکاریو له سازمان هم تمه ښوولې چې د افغانستان استازولۍ په اړه ورته ګام واخلي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د ښاغلي اتمر دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې ټینګار کړی دی چې د دوی لخوا اعلان شوی حکومت ټولګډونی دی.
خو نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې په صحیح معنا یو ټولګډونی حکومت جوړ کړي، ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي او د بشري حقونو درناوی دې وکړي.
یاده دې وي چې د طالبانو په اوسنۍ سرپرسته کابینه او د حکومت په نورو لوړو پوستونو کې تر ډېره د همدې ډلې پلویان او مشران شامل دي، او هېڅ ښځې پکې نشته.
پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې د دولت لوړو څوکیو کې یې هېڅ مسلکي کسان نه دي ګومارلي او کابو ټول چاراکي یې مولویان او مفتیان دي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون تر دې دمه د نړۍ هېڅ یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
خو طالبان بیا بیا له ڼړیوالې ټولنې غواړي چې له دوی دې سیاسي غچ نه اخلي، او افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
په ورته مهال ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین خبرداری ورکوي.
ګڼو هېوادونو او ادارو پر امریکا او اروپایي ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې دولتي شتمنۍ دې خوشي کړي.









