تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوالو مرستندویانو د افغانستان ۲۸۰ میلیونه ډالره کنګل شوې شتمني خوشي کول تایید کړل
نړیوالو مرستندویانو په نړیوال بانک کې د افغانستان له کنګل شوې مرستې د ملګرو ملتونو روغتیا او خوړو ادارو ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو ورکول تایید کړي دي.
په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالې مرستې بندې شوې او افغانستان له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی، چې د افغانستان نژدې نیمايي اوسېدونکي د سختې لوږې له خطر سره مخامخ دي.
دغه راز نژدې درې میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي.
په افغانستان کې د بشري بحران یو لامل هغه وچکالي هم ده، چې له کبله یې د غلې - دانې حاصلات اغېزمن شوي دي.
لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته امریکا او ځینې نورو هېوادونو د افغانستان نژدې ۱۰ میلیارده شتمني کنګل کړه او دغه راز نړیوال بانک او د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) هم د افغانستان لپاره د پورونو او مرستو حسابونه کنګل کړل.
د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي، د ژمي له رارسېدو سره په افغانستان کې چې له مخکې یې پر نړیوالو مرستو تکیه درلوده، له ۲۳ میلیونو کسانو سره باید د خوراک مرسته وشي.
دې ادارې د افغانستان وضعیت ''د ځمکې پر مخ تر ټولو ناوړه بشري بحران '' بللی.
مسوولین وايي، په. نړیوال بانک کې د افغانستان بیا رغاونې پروګرام له حسابه تازه خوشې شوې پیسې به د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام او په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ملاتړ ادارې یونېسف ته ورکړل شي.
نړیوال بانک مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو دواړه ادارې ''د خدمتونو وړاندې کولو لپاره په افغانستان کې لوژستیکي وړتیاوې لري '' او دغه راز ''خپلې پالیسۍ او کاري بهیر لري. '' له دې پېسو به ۱۰۰ میلیونه ډالر یونېسف ته د روغتیايي خدمتونو لپاره ورکول کېږي او ۱۸۰ میلیونه ډالر به د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي.