د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو ۴ ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو سل کسان وژلي؛ طالبان یې ردوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري حقونو څار سازمان هیومن رائټس واچ وايي، طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو راهیسې د عمومي بښنې له اعلان سره سره د افغانستان په څلورو ولایتونو کې نژدې ۱۰۰ مخکیني پولیس او استخباراتي کارکوونکي یا وژلي او یا یې په زور تري تم کړي دي.
یاد سازمان خپل تازه رپوټ کې د ۴۷ مخکینیو پوځیانو، پولیسو، ملېشه کسانو یا استخباراتي کارکوونکو یادونه کړې، چې د رپوټ په ټکو د اګست ۱۵ مې او اکتوبر ۳۱ نېټې تر منځ طالبانو له تسلیمېدو یا نیول کېدو وروسته یا وژل شوي او یا تري تم شوي دي.
د هیومن رائټس واچ په رپوټ کې په کندهار، غزني، کندوز او هلمند ولایتونو کې د ۱۰۰ وژنو ادعا شوې، چې د رپوټ په ټکو له کره سرچینو یې په اړه معلومات تر لاسه شوي دي.
د اسیا لپاره د دې سازمان مرستیاله مشره پټریسیا ګوسمن په دې هکله وايي، د طالبانو مشرتابه له لوري د عمومي بښنې ژمنې سره سره د دې ډلې ځایي قومندانانو د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د غړو وژنو کې لاس درلودلی.
اغلې ګوسمن وايي، دا د طالبانو مسوولیت دی چې د نورو وژنو مخه ونیسي، د مخکینیو وژنو له عاملینو سره حساب - کتاب وکړي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.
طالبانو د رپوټ موندنې رد کړې

د عکس سرچینه، Social media
بل لور د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي له بي بي سي سره خبرو کې د بشري حقونو د څار سازمان دا وروستی رپوټ رد کړی.
ښاغلی کریمي وايي، د عمومي بښنې له اعلان وروسته هیڅوک نه دي وژل شوي، خو په وینا یې ځینو مواردو کې ښايي د شخصي خصومت له کبله داسې پېښې شوې وي، چې په خبره یې د دوی حکومت یې قانوني تعقیب کوي.
نوموړی زیاتوي په ځینو مواردو کې د پخواني حکومت یو شمېر مسوولین د وسلو قاچاق یا نورو ورته جرمونو کې نیول شوي دي، چې محکمو ته سپارل شوي، خو د قانون له دایرې بهر هیچا ته د دوی حکومت له لوري زیان نه دی اوښتی.
خو هیومن رائټس واچ مسوولین وايي، د دې معلوماتو یو ځای کولو لپاره یې د څلورو یاد شویو ولایتونو له ۶۷ تنو، عیني شاهدانو، خپلوانو، حکومتي چارواکو، خبریالانو او طالبانو سره مخامخ او ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په رپوټ کې د طالبانو یوه قومندان له قوله ویل شوي، هغه کسان د بښنې وړ نه دي چې جنایتونه یې کړي دي.
د طالبانو مشرتابه د افغان امنیتي ځواکونو تسلیم شویو کسانو ته امر کړی و، چې د خوندیتوب په پار د یوه لیک تر لاسه کولو لپاره، له دوی سره نومونه او شخصي معلومات ثبت کړي.
خو د هیومن رائټس واچ رپوټ کې ویل شوي، د نومونو له ثبتولو څو ورځې وروسته طالبانو همدا معلومات د ځینو کسانو نیولو، وژلو او یا په زور د تري تم کولو لپاره کارولي دي.
په رپوټ کې ویل شوي، د یو شمېر کسانو مړي په هماغه ځای پرېښودل شوي، چې وروسته یې خپلوانو او کورنیو موندلي دي.
په رپوټ کې دغه راز راغلي چې ځینې مواردو کې طالبانو د یو شمېر کسانو نیولو یا وژلو لپاره د مخکیني حکومت د استخدام بهیر اسناد هم کارولي دي.









