"هرات کې د نجونو منځني ښوونځي بېرته تړل شوي"

د افغانستان په هرات ولايت کې ځينو ښوونکو او نجونو زده کوونکو ویلي، چې "د دوی منځني ښوونځي تر یوې اوونۍ پرانیستو وروسته د طالبانو له خوا بېرته تړل شوي دي".

هرات وروستی هغه ولایت و چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کې له شپږو ټولګي پورته نجونو وکولی شول چې ښوونځیو ته ولاړ شي.

یوې ښوونکې چې نه غواړي نوم یې واخستل شي بي بي سي ته وویل، "طالب چارواکو ورته ویلي چې ښوونکو دا پرېکړه کړې چې د نجونو لپاره ښوونځي وتړي. خو دا وايي ښوونکې داسې پریکړه نه شي کولی او د طالبانو له خوښې پرته هېڅ نه شي کولی".

دا وايي، "په تېرو څو ورځو کې نجونې ښوونځیو ته تللې د راتلونکې ازموينې لپاره یې چمتو والی نیوه. خو دغه زده کوونکو چې وايی ښوونځي ته له تګه منع شوی، ورته ویل شوي چې نورې دې ښوونځیو ته نه راځي او له امتحان پرته به لوړو ټولګيو ته ولاړې شي".

د هرات یوې بلې ښوونکې بي بي سي ته وویل نن نجونې له ښوونځیو په خواشينۍ او ژړا کورونو ته ستنې شوې.

دا وايي، "ښوونځي زموږ په هڅو پیل شوي وو، له بده مرغه زدکوونکي دوه کاله د کورونا او له هغه وروسته د طالبانو په راتګ له ښوونځیو بې برخې او له درسونو بېرته پاتې شول. اوس د کانکور امتحان راروان دی زدکوونکې له رواني پلوه ډېرې کمزورې شوي دي او ښه درس نه شي ویلي".

خو په هرات کې د اطلاعاتو او فرهنګ مشر سید عثمان فیضي دا خبره ردکړې او ویلي یې دي چې نجونې له ښوونځیو نه دي منع شوي.

څو ورځې وړاندې کله چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شول هغه مهال هم طالب چارواکو د زدکوونکو کورنیو ته ویلي وو چې د زدکوونکو د امنیت مسؤولیت نه شي منلی، کورنیو ویلي وو امنیتي مسؤولیت دوی پر خپله غاړه اخلي. اوس زدکوونکې وايي ورته ویل شوي چې امنیتي ستونزې دي او دوی نور ښوونځیو ته نه ځي.

د پوهنې برخې فعاله انجیلا غیور وايي سلګونه زده کوونکو پيغامونو ورته لیږلي او د ښوونځیو د تړلو په اړه یې خپل غږ تر دې رسولی.

نوموړې وايي هڅې یې کړې چې نجونو ته ډاډ ورکړي، خو په اوږد مهال کې د دې له نظره د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل ډېرې ژورې منفي اغیز لري او په راتلونکې کې افغان ټولنه له ډېرو ژرو کړکیچونو سره مخامخ کېدای شي".

ښوونکو بي بی سي ته وویل د نجونو لومړني ښوونځي لکه د تېر په څېر پرانستي دي.

له بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز سرپل ارزوګان هرات شپږم ولایت و چې له شپږم صنف پورته زدکوونکو نجونو ته اجازه ورکړل شوې چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

طالب چارواکو ویلي د منځنۍ او لیسې دورې زدکوونکو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکوي خو غواړي د دې لپاره مناسب شرایط برابر شي، خو په دې ډېر وضاحت نه دی ورکړل شوي چې د کومې کړنلارې له مخې به دوی ښوونځیو ته ځي.