طالبان: د نجونو ښوونځي هم ژر پرانستل کېږي; یونسکو: که نجونو ته د زده کړو حق ورنګړل شي نه جبرانېدونکي پایلې به ولري

طالبان وايي دوی د نجونو د زده کړو خلاف نه دي او د ترانسپورت، جلا ټولګیو، ښځینه ښوونکو او د ستر په برخه کې د شته ستونزو هوارولو سره به د هغوی ښوونځي هم بیرته پرانیستل شي.

د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د نجونو ښوونځي هم په تدریجې ډول پرانستل کېږي او اوس مهال د دوی مشران پر دې بحث کوي چې د نجونو د زده کړو لپاره ښه چاپیریال برابر شي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه چې وار دمخه د کورونا او ځینو نورو مسایلو له امله د زده کړو بهیر ځندیدلی خو دوی هڅه کوي چې ژر د نجونو پرمخ هم د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کلتوري بنسټ یونسکو مشرې آودرې ازولې ویلي ښوونځیو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګول د زدکړې په برخه کې د ښځو او نجونو له بنسټيز حق سرغړونه ده.

اغلې ازولې پر اړوندو چارواکو غږ کړی چې دا مسله روښانه کړي او نجونو او هلکانو ته دې په مساویانه توګه ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.

یونسکو خبرداری ورکړی که سمدستي نجونو ته د زده کړو حق ورنه کړل شي نو داسې پایلې به ولري چې جبرانول به یې ناشوني وي.

اغلې ازولې پر چارواکو غږ کړي چې د ښوونځیو تدریجي پرانستلو لړ کې دې نجونو او هلکانو ته له خندونو پرته د زده کړو چاپیریال برابر کړي او په ټینګار یې ویلي چې ښځینه ښوونکو ته هم باید اجازه ورکړل شي چې بېرته خپلو دندوته ستنې شي.

د طالبانو په چارسبالي حکومت کې د پوهنې وزارت د بیان له مخې پرون شنبه (د سپتمبر ۱۸مه) ښوونځي یوازې د نارینه زده کوونکو او ښوونکو پرمخ پرانستل شول.

د پوهنې وزارت په دې لنډ بیان کې د ښځینه ښوونکو نجونو هېڅ یادونه نه ده شوې.

د یونسکو مشرې اغلې ازولې اندېښنه ښوولې که نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه ونه لري نو ښايي له زده کړو بې برخې او له منفي پایلو سره یې مخامخ شي لکه په کوچنیوالي کې واده.

یونسکو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې شویو پرمختګونو ته په اشارې وايي چې د نجونو زده کړه نژدي دوه برابره شوې ده.

د یونسکو په وینا په ۲۰۰۱ کال کې د نجونو د زده کړو کچه په افغانستان کې ۱۷ سلنه وه خو اوس ۳۰ سلنې ته لوړه شوې وه.

د یونسکو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې دوه نیم میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته تللې او ۹ سوه زره نجونو لوړې زده کړې کولې.

دا غبرګون د طالبانو د پوهنې وزارت د هغه بیان په ځواب کې مخې ته راغلى چې پر بنسټ يې یوازې د هلکانو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شوې او یوازې له نارینه ښوونکو غوښتل شوي چې خپلو دندو ته حاضر شي.

دا ګام پر خواله رسنیو هم په پراخه کچه غندل شوی او ټېنګار شوی چې هلکانو او نجونو ته باید یو شان د زده کړې حق ورکړل شي.

طالبانو تل ټینګار کړی چې د اسلامي شرعیت په رڼا کې انجونو ته د زده کړو حق ورکوي خو د فعالانو ویره دا ده چې دا بندیز دوام ونه کړي او د طالبانو د تېرې پنځه کلنې دورې په څېر د انجونو د زده کړو په برخه کې د دوی ژمنې تر پایه عملي نه شي.