تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو ادارو له ځنډ پرته د نجونو ښونځيو پرانيستلو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو ادراو په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې له ځنډ پرته د نجونو منځني ښوونځي بېرته پرانيزي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو یوه میاشت وروسته، د هلکانو منځني ښوونځي هلته بېرته پرانیستل شول او ټولو نارینه وو ښوونکو ته لارښوونه شوې، چې خپلو کارونو ته ور وګرځي. خو د طالبانو د پوهنې وزارت د نجونو د منځنیو ښوونځیو د بېرته پرانیستو په اړه څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتونو کلتوري ټولنې يونيسکو ويلي چې د نجونو پر زدکړو بنديز به د هغوی له اساسي حقونو سرغړونه وي چې په وينا يې د افغانستان پرمختګ به له ګواښ سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف ویلي، په افغانستان کې د نجونو د زده کړې راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري او وايي د نجونو ښوونځي باید بېرته پرانیستل شي.
تېره ورځ طالبانو د پوهنې وزارت اعلاميه خپره کړې چې له مخې يې نارينه زده کوونکې او نارينه ښوونکي کولی شي سبا ښوونځيو ته بېرته ستانه شي.
اعلاميه کې راغلي چې د "نارينه وو ټول منځني ښوونځي، لېسې او د نارينه وو رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې د خپلو زکړو پروسه د سنبلې له ۲۷ نېټې څخه پيل کړي او د دې له مخې ټول نارينه زدکوونکي او ښوونکي بايد خپلو ښوونځيو ته حاضر شي".
کله چې تېر ځل په ۹۰مه لسيزه کې طالبان په واک کې وو هغوی نجونو او ښځو ته زدکړې او کار کولو اجازه نه ورکوله. همدا اوس هم د طالبانو په اړه لويه اندېښنه د مېرمنو تعليم او کارموندنې پر وړاندې خنډ دی.
خو په قطر کې د طالبانو مشرتابه او د دغې ډلې وياند ذبيح الله په وار وار ويلي چې دوی به ښځو ته د "اسلامي قانون په چوکاټ" کې د زدکړو او کار کولو اجازه ورکوي.
طالبانو د تېر يکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې په پوهنتونونو کې د ښځینه او نارينه وو ګډه زدکړې بايد جلا شي. د طالبانو د لوړو زدکړو وزير عبدالباقي حقاني وويل "طالبان د نجونو او هلکانو ګډو زدکړو ته اجازه نه ورکوي". نوموړي همدا ډول وويل چې د پوهنتونو پر نصاب به هم له سره غور کېږي.