بلخ کې د څلورو مدني فعالانو په ګډون شپږ مېرمنې وژل شوې

.فروزان صافی، مزار شريف کې د پوهنتون ښوونکې

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، .فروزان صافی، مزار شريف کې د پوهنتون ښوونکې

د افغانستان شمالي ښار مزار شریف کې په ډزو د څلورو وژل شویو مېرمنو جسدونه تر لاسه شوي دي. ویل کېږي دې مېرمنو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لاریونونو کې برخه لرله.

د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي چې دا مېرمنې په مرموز ډول وژل شوي او مړي یې پرون پنجشنبه د مراز شریف اړوند د خالد بن ولید ښارګوټي په یوه کنده کې موندل شوي دي.

دا ښار ګوټي د مزار شریف لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري. له دې ډلې لږ تر لږه د یوې مېرمنې په اړه ویل شوي چې د پوهنتون ښوونکې او د ښځو د حقونو برخه کې فعاله وه .

د دغې مېرمنې مېړه رسنیو ته ویلي چې مېرمن یې وژل شوې ده.

خو پلار يې عبد الرحمن صافي رسنیو ته ویلي له لور سره يې د داسې چا له خوا ټیلیفوني تماس نیول شوی و چې ځان يې د بشري حقونو د بنسټ استازی معرفي کاوه. او پر همغه ورځ دا له خپلو اسنادو سره له کوره ووته او دوه ساعته وروسته یې له کورنۍ سره اړیکه پرې شوه.

د دې مېرمنو خپلوانو ویلي چې له طالبانو یې پوښتنه کړې خو د دوی په وینا د قناعت وړ ځواب یې نه دی موندلی.

د درې نورو وژلو شویو مېرمنو هویت لا نه دی په ډاګه شوی او د مزار شریف په روغتون کې یې مړي ساتل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سید خوستي بي بي سي پښتو ته ويلي چې، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

ځینو مدني فعالانو بي بي سي ته ویلي چې دا څلور مېرمنې همکارانې او ملګرې وې، چې یوه اونۍ وړاندې د مزار شریف هوايي ډګر ته څېرمه تښتول شوې وې او له دې پېښې څلور ورځې وروسته یې جسدونه په یوه کنده کې وموندل شول.

په رپوټونو کې ویل شوي چې دا مېرمنې بهر ته د سفر لپاره هوايي ډګر ته پر لاره وې.

له دې سره هم مهال پر خواله رسنیو یو ویډیو لاس په لاس کیږي چې په کې ادعا شوې چې طالب وسله وال دوه شپې وړاندې د یوې پخوانۍ پوځي افسرې کورته ورغلي، هغه مېرمن، یوه بله مېرمن او د هغې یو خپلوان یې وژلي دي. ویل کېږي چې دا پېښه هم د مزار شریف اړوند فقیرآباد سیمه کې شوې ده.

مزار شريف کې د يوې پخوانۍ پوځي مېرمنې پر کور بريد

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، مزار شريف کې د يوې پخوانۍ پوځي مېرمنې پر کور بريد

امنه حق پرست چې په دې وروستیو کې له مزار شریف وتلې ده او اوس په جرمني کې ده بي بي سي ته وویل، چې دې پېښې په ښځینه او نارینه فعالانو کې لويه وېره رامنځته کړې ده.

نوموړې وايي "موږ هره ورځ د افغانستان له لر او بره د فعالانو او خبریالانو د وژلو، وهلو ټکولو او تښتولو شاهدان یوو. طالبان چې په افغانستان کې د هر څه واکدار او امر ځان بولي نو دا که د طالبانو کار نه دی نو د چا کار دی. موږ خبریالان او فعالان یو یو له لاسه ورکوو".

اغلې امنه زياتوي، "هغه مېرمنې چې د اصولي ازادۍ او د اسلام له مخې د ازادۍ لپاره غږ پورته کوي ژوند یې په خطر کې دی. ګواښل کېږي. د ټیلیفون له لارې او د لیکونو له لارې ګواښل کېږي. افغانستان کې د وژنو او زور زیاتیو رپوټونه رسنیو کې نه ورکول کېږي ځکه چې رسنۍ د طالبانو په کنټرول کې دي".

تر اوسه کومې ډلې د دې مېرمنو د وژلو مسؤولیت پر غاړه نه دی اخيستی.

بل لورته د بشري حقونو د څار سازمان غړې هډر بار د دې مېرمنو د وژلو په اړه استرالیايي رسنیو ته ویلي، "احساس یې کاوه چې د طالبانو واکمنۍ کې د فعالو مېرمنو وژنه له انتظاره لرې نه وه. طالبان د هغو مېرمنو لټه کې وو چې اعتراضونو کې يې برخه لرله".