تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان په تهران کې د "افغانستان ګاونډيو هېوادونو غونډې ته نه دي بلل شوي"
طالبانو بي بي سي ته تائيد کړې چې د ایران په کوربتوب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته نه دي بلل شوي خو دا غوډه يې د افغانستان لپاره مهمه بللې ده.
ټاکل شوې دا غونډه د راتلونکې چارشنبې پر ورځ د ایران په کوربتوب په مجازي بڼه ترسره او د افغانستان په اړه په کې خبرې وشوي.
د طالبانو د ویاند یوه مرستیال بلال کریمي په دې اړه بي بي سي ته وویل، چې دا غونډه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو خپلمنځي غونډه ده او دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
په کابل کې دایران سفارت پر ټویټر بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکې په اړه د خبرو پر دوام ټېنګار وشي.
د روسیې په ګډون د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو دا دویمه غونډه ده، ورته لومړۍ غونډه د پاکستان په کوربتوب جوړه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې اوس په ايراني رسنيو کې د طالبانو د حکومت رسميت پېژندلو راپورونه يوه حساسه مسله ګرځېدلې ده.
په وروستيو کې د ایران جمهوري اسلامي نومې محافظه کاره ورځپاڼه چې له پلازمېنې تهرانه چاپېږي، د ایران حکومت له لوري په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو احتمال ''د جمهوري اسلامي نظام پر تندي د شرم داغ '' بللی دی.
د یادونې ده چې ایراني چارواکو په دا وروستیو کې له طالبانو سره راشه درشه درلوده او څو ځله یې په تهران کې د طالب استازیو کوربتوب کړی دی.
د ایران مجلس شورا يا پارلمان استازي احمد نادري دا وروستیو کې طالبان د ''سیمې اصلي تحریک '' نوم ورکړی او په وینا یې ''له طالبانو سره همکاري کیدای شي په افغانستان کې د ثبات او د داعش په څېر ډلو د نفوذ مخنیوي لامل شي. ''
ایران حکومت تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا یې د طالبانو په ''تګلاره '' پورې مشروط کړی، خو د دې هېواد یو شمېر سیاسي او پوځي مشرانو دا وروستیو کې ویلي، د تېرو دوو لسیزو پخوا پرتله طالبان بدل شوي او د داعش ډلې په څېر ''ترهګره ډله '' نه شي بلل کېدای.