تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جمهوري اسلامي ورځپاڼه: د ایران لخوا په رسمیت د طالبانو پېژندل به د اسلامي جمهوریت لپاره شرم او تور داغ وي
د ایران جمهوري اسلامي نومې محافظه کاره ورځپاڼه چې له پلازمېنې تهرانه چاپېږي، د ایران حکومت له لوري په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو احتمال ''د جمهوري اسلامي نظام پر تندي د شرم داغ '' بللی دی.
یادې ورځپاڼې په مسکو کې له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو غونډې موضوع ته په اشارې سره طالبانو یوه ''ترهګره '' او ''نامشروع '' ډله بللې چې په وینا یې په رسمیت د دې ډلې پېژندل ''له ستراتیژیکې تېروتنې پورته '' یو څه دي.
ورځپاڼه کاږي ''دا ګام به د اسلامي جمهوري نظام پر تندي د یوه شرم داغ په توګه تاریخ کې ثبت شي، چې په هېڅ رنګ به پاک نه شي. ''
ورځپاڼې د ۲۳ اکتوبر په ګڼه کې لیکلي، ''رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې غونډې ځینې ګډونوال هېوادونه پر افغانستان د طالبانو واکمني په رسمیت پېژندلو پرېکړې ته نژدې شوي دي او د ایران اسلامي جمهوریت هم چې دې غونډه کې یې استازی درلود، د روسیې تر څنګ دې پرېکړې ته نژدې شوی دی. ''
ورځپاڼه د طالبانو په هکله د ایران پر تګلاره د نیوکې په ترڅ کې وايي، ایران حکومت باید ځان د روسیې له دولت سره پرتله نه کړي، ځکه د ورځپاڼې په وینا ''د روسیې اوسنی رژیم بشري او ارزښتي ارمانونه نه لري او ځان ته د مادیاتو په چوکاټ کې ګوري. ''
دا ورځپاڼه وايي:
''دا چې اوس په روسیه کې واکمن دي، څو کاله مخکې یې د شوري پوځونو له لارې افغانستان اشغال کړی و. د هغه مهال ځوان شوروي پوځي افسران اوس د روسیې جنرالان دي او پوهېږي چې د مظلومو افغانانو پر ضد یې څه ډول ظلمونه کړي دي. ''
د یادونې ده چې ایراني چارواکو په دا وروستیو کې له طالبانو سره راشه درشه درلوده او څلو ځله یې په تهران کې د طالب استازیو کوربتوب کړی دی.
د ایران مجلس شورا استازي احمد نادري دا وروستیو کې طالبان د ''سیمې اصلي تحریک '' نوم ورکړی او په وینا یې ''له طالبانو سره همکاري کیدای شي په افغانستان کې د ثبات او د داعش په څېر ډلو د نفوذ مخنیوي لامل شي. ''
ایران حکومت تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا یې د طالبانو په ''تګلاره '' پورې مشروط کړی، خو د دې هېواد یو شمېر سیاسي او پوځي مشرانو دا وروستیو کې ویلي، د تېرو دوو لسیزو پخوا پرتله طالبان بدل شوي او د داعش ډلې په څېر ''ترهګره ډله '' نه شي بلل کېدای.
د ایران سپاه پاسدران ځواک عملیاتي څانګې مرستیال برید جنرال عباس نیلفروشان دا وروستیو کې ویلي طالبان ''د داعش پرتله متفاوت '' دي او په افغانستان کې د ''قومونو او ښځو رول سمې ارزونې ته رسېدلي دي. ''
بل لور جمهوري اسلامي ورځپاڼې ایراني چارواکي مخاطب کړي او وايي، ''په خپله دوسیه کې د یوې تکفیري، ډارنې، وروسته پاتې ترهګرې ډلې په رسمیت پېژندلو شرم مه ثبتوئ، او اسلامي جمهوري نظام د تروریزم د ملګرتیا په دې لوی شرم مه تورنوئ. ''