سږکال په ننګرهار کې د زیتونو حاصل نژدي ۹۰۰ او د جلغوزیو څه باندې ۸۰۰ ټنه اټکل شوی

زیتون

د عکس سرچینه، Getty Images

په ننګرهار کې د کرنې ځايي چارواکي هیله من دي چې سږکال به هلته د زیتونو حاصلات له تېرو دوو لسیزو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

سږکال دغه حاصل ۹۰۰ ټنه اټکل شوی چې پروسږکال ۵۰۰ ټنه و.

بل پلو سږکال په ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات هم پاموړ ډېر شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ادارې ویاند سید همایون غریبمل بي بي سي ته وویل هیله من دي چې د ننګرهار د کرنې ریاست له څلورو فارمونو نه سږکال نژدي ۹۰۰ ټنه زیتون راټول کړي.

د نوموړي په وینا په تېر کې د کانال پروژې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون کرل شوي وو خو اوس یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون پاتې دي او نوره برخه یې په تېرو کلونو کې د جګړو او بېلا بېلو ناخوالو له امله ویجاړه شوې ده.

ر
د عکس تشریح، چارواکي وايي د کانال په پروژې کې نژدي ۹۰۰ کسان په چارو بوخت دي او له زیتونو نه د تېل ایستلو او اچار جوړولو چارې هم په خپله ترسره کوي.

د چارواکو وینا ده چې د ننګرهار د کانال له پروژې نه ترلاسه کېدونکي زیتونو نه د اچار جوړولو او تېلو په خاطر کار اخیستل کېږي او اوس مهال یې د اچار جوړولو چارې روانې دي.

ښاغلی غریبمل وايي له زیتونو نه د تېلو او اچارو جوړولو ټول پروسیس په خپله د هډې په فارم کې ترسره کېږي او په وینا یې د کانال په پروژې کې څه کم ۹۰۰ کسان په چارو بوخت دي.

نوموړي دغه راز وویل چې سږکال به د ننګرهار له بېلا بېلو ولسوالیو نه ۸۸۴ ټنه جلغوزي هم ترلاسه شي.

چارواکي وايي دغه جلغوزي په خوګیاڼو، هسکه مېنه، بټي کوټ، شیرزاد او ځینو نورو ولسوالیو کې شوي دي.

چلغوزي،
د عکس تشریح، په تېر کې د جلغوزیو د ښه کاروبار له امله ورته د تورې طلا نوم هم ورکړل شوی و خو د کورونا وبا سره یې کاروبار خراب شو او بېه یې ټیټه شوه.

د ننکرهار د کرنې ریاست ویاند سید همایون غریبمل وايي د جلغوزیو ډېره برخه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوې او په وینا یې د جلغوزیو د ټولو په چاره کې یو شمېر میرمنو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

په تېر کې چین ته له افغانستانه د جلغوزیو د صادراتو او کاروبار له امله د تورې طلا نوم هم ورکړل شوی و.

چین، هند او پاکستان د افغان جلغوزيو لوی پېرېدونکي دي، خو د کورونا وبا له امله يې پر پېرو پلور ناوړه اغېز وشوه او د افغانستان دننه يې هم بازارونو کې بیې شپېته سلنه ولوېدې.