ننګرهار کې د مالټو حاصلات نژدې پنځه برابره لوړ شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د مالټو حاصلات د تېر کال پرتله نژدې پنځه برابره لوړ شوي دي، پر وخت چوپړونه او مناسبه هوا د دې مېوې د ډېرېدو لاملونه بلل کېږي.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي هغو دولتي فارمونو چې تېر کال يي ۱۵۰۰ ټنه حاصلات ورکړي وو سږ کال يې حاصلات له ۵ زرو ټنو لوړ شوي.
ستروسي باغونه په تېره هم د ژر رسېدونکو مالټو دا باغونه شاوخوا درې کاله پخوا جوړ شوي.
په ختیځ ننګرهار ولایت کې د دې مېوې باغونو شاوخوا لس زره جرېبه ځمکه نیولې چې ډېر د کانال په دولتي ځمکه جوړ شوي دي.
د افغانستان کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي سږ کال په کنړ او ننګرهار کې د مالټو حاصلات ۱۲،۵ ټنو ته رسېږي چې په تېرو نژدې درېیو لسیزو کې لوړه کچه ښيي.
د ننګرهار په کانال کې د حاصلاتو ډېرېدا دولت ته د ۲۵ میلیونه افغانۍ عوایدو ګټه رسولې، تېر کال دا اندازه یو میلیون افغانۍ وه.


د عکس سرچینه، AFP
مالټه، کینو، سنګتره، نارنج، لیمو او ترنج له هغو ستروسي مېوو څخه دي چې له څو کالونو راهیسې يې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې بڼوالي او کاروبار پر غوړېدو دی.
د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا هېواد په ډېرو وچو او تازه مېوو پر ځان بسیا دی، خو مالټه او کېله له هغو مېوو څخه دي چې تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته واردېږي.
اوسنۍ زیاته شوي اندازه هم یوازې څو ورځې د لویو ولایتونو اړتیا پوره کولای شي، خو افغان حکومت په پام کې لري چې په هلمند، کندهار خوست او نور ګرمسېرو ولایتونو کې د باغونو په جوړولو تر پنځو راتلونکو کالونو پورې د ستروسي مېوو په ځانګړي ډول د مالټو اړتیا په کور د ننه پوره کړي.


د عکس سرچینه، Getty Images









