د بریتانیا ځانګړي استازي کابل کې طالب چارواکو سره کتلي دي

د عکس سرچینه، RTA
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سایمون ګس په کابل کې د طالبان د لومړي وزیر له مرستیالانو ملا عبد الغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.
دا له کله چې نژدې دوه میاشتې وړاندې طالبان واک ته رسېدلي د یوه لوېدیځ هېواد لوړ پوړی چارواکی دی چې له طالب چارواکو سره کابل کې ګوري او په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکول کېږي.
د چارو ادارې له خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه چې نن ( سپتمبر ۵مه) ترسره شوه د لومړي وزیر مرستیالانو ملا عبد السلام حنفي او په خپله ملا برادر بریتانوي استازي ته ډاډ ورکړی چې "اسلامي امارت د برتانیې په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښو او مثبتو اړیکو ته ژمن دی" خو غوښتنه یې داده چې د افغانستان کنګل شوې پانګه د افغان ولس ته وسپارل شي.
د وینا پاڼې له مخې طالب چارواکو بریتانوي استازي ته ویلي چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د فعالیت لپاره ښه چاپېریال رامنځته شوی او دوی ته ډاډ ورکوي.
طالب چارواکو ویلي د بې وزلې مخنیوي لپاره د "نړیوالو او همکارو هېوادونو" مرستې ته اړتیا لري.
همدا ډول ويل کېږي يو پخوانی بريتانوی سرتېری چې په افغانستان کې نيول شوی و د بريتانيا د چارواکو له لومړي سفر وروسته خوشي شوی دی.
بېن سلېټر چې د ډيورنډ کرښې سره نژدې نيول شوی و هڅه يې کوله چې د خپلې کمپنۍ ۵۰ کارکوونکي له کورنيو سره له افغانستانه وباسي.
طالبان هڅه کوي رژیم یې د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي، خو تر اوسه آن د سیمې هېوادونو او هغو چې له طالبانو سره یې له وړاندې توده راشه درشه لرله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د عکس سرچینه، Social Media
د طالبانو په وینا کې پاڼه کې د سایمن ګس له قوله ویل شوي چې بریتانیه غواړي له "له اسلامي امارت سره د مثبتو اړیکو او اعتماد سازۍ لپاره کار وکړي".
خو د بریتانیا د حکومت د یوه ویاند له قوله په یوه وینا پاڼه کې د دې پلاوي د لیدنو په اړه ویل شوي چې دې کتنو کې په دې اړه خبرې وشوې چې بریتانیا څنګه کولی شي له افغانستان سره د بشري ناورين مخنیوي برخه کې مرسته وکړي.
بل دا چې افغانستان بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل نه شي او هغه چا ته له هېواده د وتلو اجازه ورکړل شي چې غواړي له افغانستانه ووځي.
په دې بیان کې ویل شوي چې بریتانوي استازي له طالب چارواکو سره د لږکیو، د ښځو او د نجونو د حقونو په اړه هم خبرې کړي دي.
د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو په اړه د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن څو اونۍ وړاندې ویلي وو چې په دې اړه د طالبانو وینا وو ته نه بلکې کړنو ته ګوري او پرېکړه به کوي.
نړیوالې ټولنې ټينګار کړی چې د یو لړ شرطونو له مخې چمتو دي چې د طالبانو نوی رژیم په رسمیت وپېژني. دې لړ کې د ټول شموله حکومت رامنځته کول، ښځو ته د کار او فعالیت اجازه ورکول، د نجونو د زدکړې نه مخنیوی او دا چې افغانستان باید د ترهګرو په ځاله بدل نه شي او نور هېوادونو ته ګواښ رامنځته نه کړي.
تر اوس چې د طالبانو د واکمنۍ څو اونۍ تېریږي پورته یادو شویو برخو کې د پام وړ پرمختګ نه ښکاري. د منځنۍ او ثانوي دورې زدکوونکې نجونې لا ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري او د یو څه استثنا پرته د دولتي ادارو کارکوونکې هم پر کور ناستې دي.
د طالبانو په حکومت کې د تازه ګومارنو هم داسې ښکاري چې د ټول شموله حکومت غوښتنې ته ډېر پام نه کېږي.












