د طالبانو رییس الوزرا: هیڅوک حق نه لري د موټرو پلټنې په پلمه د چا کورونو یا شخصي شرکتونو ته ننوځي

د عکس سرچینه، Bakhtar News
د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په یوه فرمان کې ویلی، هیڅوک حق نه لري، چې د وسایطو پلټنې په پلمه د خلکو کورونو او یا شرکتونو ته ننوځي.
په دې هکله د ملا محمد حسن اخوند له لاسلیک سره خپاره شوي امر کې راغلي:
''د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د حکم له مخې هېچاته اجازه نشته چې په کابل ښار او مربوطاتو کې د نقلیه وسایطو او وسائلو د پلټنې په پلمه کورنو او شرکتونو ته ننوځي او له هغه ځایه وسایط او یا وسائل له ځان سره انتقال کړي. ''
دا وروستیو کې کابل کې داسې ښکایتونه ډېر شوي، چې د طالبانو په نامه ځینې کسان د خلکو له کورونو شخصي او دولتي موټر اخلي او په ظاهره داسې ښکاري چې د طالبانو رییس الوزرا وروستی امر د همداسې شکایتونو له ډېرېدو وروسته خپور شوی دی.
له دې مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې د طالبانو په لیکو کې ځینې کسان ځورونې کوي او د پخواني حکومت د کسانو او په ځانګړې توګه له پخوانیو پوځي افسرانو نه کسات اخلي.

د عکس سرچینه، Taliban Sources
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې مخکې بي بي سي ته ویلي و په پوځ کې د تصفیې کمېسیون د دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو غوښتي چې هغه کسان چې په فساد، د خلکو په ځورونو او غلاوو تورن وي له امنیتي ځواکونو وباسي.
د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد تېره اونۍ طالبانو ته لارښوونه وکړه، چې له خلکو سره سلوک ښه کړي، د ویډیوګانو له اخیستو، مېلو او بې ځایه تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو له هغه ډلګیو به وسله اخیستل کېږي، او د طالبانو له لیکو به ایستل کېږي، چې په لیکو کې یې د ده په ونیا (بد او فاسد کسان) ولیدل شي.
د یادونې ده چې د بشري حقونو مخکښو ډلو طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او وايي له هغه مهال راهیسې چې طالبانو د افغانستان کنترول خپل کړی، د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو په له منځه وړلو یې لاس پورې کړی دی.








