د طالبانو د لوړو زدکړو وزير: په تېرو شلو کالو کې له فارغو شويو زدکوونکو تمه نشي کېدی

حقانی

د عکس سرچینه، abdulbaqihaqanii/FAcebook

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي عبدالباقي حقاني يوې رسمي غونډې ته ويلي، "له هغو زدکوونکو څخه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې يې په افغانستان کې زدکړې کړې هېڅ تمه نه شي کېدی".

په هغه غونډه کې چې داسې ښکاري د پوهنتون د يو شمېر استادانو سره جوړه شوې وې، نوموړي ټينګار کړی چې په افغانستان کې د زدکړې بنسټونه بايد له سره بيا کېښودل شي او زدکوونکي بايد د "ارزښتونو سره سم وروزل شي".

ښاغلي حقاني دا هم ويلي چې ښوونکي دې هم بايد وروزل شي تر څو چې راتلونکی نسل ته په داسې طريقه چې "موږ ته ګټه ورسوي" روزنه ورکړل شی.

هغه مخکې ویلي وو چې طالبان "ګډو زده کړو (نجونو او هلکانو) ته اجازه نه ورکوي" او اعلان یې وکړ چې د پوهنتونونو مضامین بیا له سره کتل کېږي.

دا له هغه راهيسې چې طالبانو واک تر ګوتو کړی لږ تر لږه دویم ځل دی چې د طالبانو په رژیم کې د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر څرګندونې غبرګونونه پارولي دي.

نیوکه کوونکو د هغه دا څرګندونې غندلي او ځینو له واکمنو طالبانو غوښتي چې نوموړی دې له دندې لرې کړي.

د خواله رسنیو یوه کارکوونکي عبدالباقي حقاني ته په خطاب کې هغه ته د هغه هلمندي زدکوونکي لاسته راوړنه ور یاده کړې چې تېر کال یې د ریاضي په یوه نړۍ واله سیالۍ کې لومړی مقام ګټلی. د خواله رسنۍ فیسبوک دې کاروونکي ویلي دا د تېرو شلونو کلونو ښوونځیو د لاسته راوړنو یوه بېلګه ده.

د خواله رسنیو یوه بل کاروونکي د لوړو زدکړو له چارسمبالي وزیره غوښتي چې د افغان ځوانانو په استعدادونو دې ملنډې نه وهي.

هڅه مو وکړه چې د دې نیوکو او غبرګونو په اړه د لوړه زدکړو وزارت چارواکو نظر واخلو خو هغوی یې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

وړاندې هم له پوهنتونو او دیني مدرسو د فارغانو پرتله کولو په اړه د مولوي عبد الباقي حقاني څرګندونو غبرګونونو پارولي وو. خو هغه مهال طالب چارواکو ویلي وو چې د هغه څرګندونې ناسمې تعبیر شوي دي.