د افغانستان لوړو زدکړو لپاره د طالبانو چارسمبالي وزير عبدالباقي حقاني سره مرکه

د ویډیو تشریح، د افغانستان لوړو زدکړو لپاره د طالبانو چارسمبالي وزير عبدالباقي حقاني سره مرکه

د افغانستان د لوړو زده کړو لپاره د طالبانو چارسمبالی وزیر وايي د خپلو اصولو په پام کې نېولو سره به د تېر په څېر افغان نجونې بهر ته د لوړو زده کړو لپاره استوي.

خو عبدالباقي حقاني له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کاوه چې د طالبانو په نظام کې نجونې او هلکان ګډ یو ځای درس نه شي لوستی.

ښاغلی حقاني وايي تر اوسه یې د پوهنتونو د نصاب بدلون لپاره پرېکړه نه ده کړې. حفیظ الله معروف ورسره خبرې کړې دي.